د عکسونو البوم: د غزې تیاره ماښامونه

غزه د انځور حقوق Reuters

په ټول منځني ختیځ کې دوبی د سختې ګرمۍ له کبله سخت تېرېږي، خو غزه کې د دوبي موسم کې د هوا تودوخه معمولاً له ۳۵ درجو هم لوړه خېژي او په داسې حال کې د برېښنا پرلپسي پرچاوۍ د دغې سیمې د اوسېدونکو ژوند نور هم ستونزمن کړی دی.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters

د غزې اوسېدونکي په ورځ کې ایله څلور ساعته له برېښنا برخمن دي. داسې حالت کې اړ دي له ګرمۍ د خوندیتوب لپاره نورې لارې چارې ولټوي.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters

ځايي اوسېدونکي له ګرمۍ د ځان ژغورنې لپاره پر ځان اوبه شېندي او یا هم د تختونو او نرمو بسترونو پر ځای پر ځمکه خوب کوي، چې د موزایک یا سیمنټ سوړوالی یې بدن یخ کړي.

د انځور حقوق Reuters

ویل کېږي، چې د برېشنا لږوالي د چټلو اوبو ایستلو پر سیسټم هم اغېز کړی او د غزې شاوخوا سیندونو پاکې اوبه هم تر ۷۵ سلنې پورې اغېزمنې شوې دي.

د انځور حقوق Reuters

د برېښنا لږوالي د روغتونونو او نورو خدماتي ادارو پر فعالیتونو هم اغېز کړی دی. ډېری دغسې ادارې اړ شوې، چې د برېښنا لږوالي له کبله کوچني پروجیکټرونه وکارووي.

د انځور حقوق Reuters

دغه لامل دی، چې د غزې یو شمېر اوسېدونکي اړ دي شپه له کوره بهر سبا کړي.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters