استرالیا: د الوتکې غورځولو ترهګریز پلان شنډ شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption پولیسو د سیډني په ځینو برخو کې چاپې واچولې

د استرالیا لومړی وزیر وايي، د ترهګرۍ ضد ځواکونو یې څلور کسان نیولي چې د یوې الوتکې د غورځونې پر لارنقشه یې کار کاوه.

مالکوم ترنبول تېره ورځ رسنیو ته وویل، د هېواد استخباراتي پولیس یې توانېدلي هغه کسان په نښه او ونیسي چې پلان یې لاره یوه الوتکه وتښتوي او د دغه هېواد د سمندري ځواکونو له الوتک لېږدوونکو بېړیو سره یې ټکر کړي.

د سیډني د ترهګرۍ ضد پولیسو د شنبې مازیګر د ښار په ځینو برخو کې چاپې ووهلې او څلور تورن کسان یې ونیول.

په سیډني کې د بي بي سي خبریال وايي، یوه ښځه چې زوی او مېړه یې نیول شوي، ادعا کوي چې هغوی له سختدریځو ترهګرو ډلو سره څه اړیکه نه لرله.

د انځور حقوق Reuters
Image caption نیول شوي کسان په توطیه جوړونه تورن دي

ښاغلي ترنبول زیاته کړې، دمګړۍ یې د استرالیا په هوايي ډګرونو کې ځانګړي امنیتي تدبیرونه نیولي دي.

د شنبې په شپه د سیډني د فدرال پولیسو مشر اندرو کالوین وویل، څلور نیول شوي کسان په توطیه جوړونه تورن دي او د اسلامپالنې له عقایدو یې الهام اخیستی.

پولیسو د نیول شويو کسانو د پلان په اړه نور جزیات نه دي ور کړي، خو هیله یې ښودلې چې د څېړنو پر مهال به نور معلومات په لاس ور شي.

ورته مطالب