اوبخوګ د نړۍ پر مخ کلک ژوی

. د انځور حقوق SPL
Image caption اوبخوګ د ژوندي پاتې کېدو لپاره په تودوخه، کنګلونو، لږو اوبو او ان تشه کې مقاومت کوای شي

په نوې څېړنه کې د اوبخوګانو د ژوند کولو او ژوندي پاتې کېدلو په اړه د دوی له خارق العاده وړتیاوو پرده پورته شوې ده.

د اوبو دغه کوچنی ژوی اته پښې لري. د ژوندي پاتې کېدو لپاره په تودوخه، کنګلونو، لږو اوبو او ان تشه کې مقاومت کوای شي.

د اوبخوګ علمي نوم تارګیدراډا (Tardigrada) دی چې په انګلیسي کې یې Water bearبولي.

په هغه څېړنه کې چې به پلوس بیولژي مجله کې خپره شوې، څېړونکو موندلې چې د دغه ژوی د خارق العاده ژوند ټول راز په جینیټیک کې دی.

څېړونکي دمګړۍ د دغه ژوي د (ډي‌این‌این) د ځیرلو پر مهال داسې ژوَنکې( جنونه) موندلي چې اوبخوګ یې پر مټ ځان له وچېدو وژغوري او له کاره لوېدلې حجرې یې بیا ژوندۍ کړي.

د اوبخوګ په بدن کې یو ډول ژوَنکې شته چې د اوبو د کمښت پر مهال داسې پروټین تولید کړي چې په سلولونو کې د اوبو پر ځای کار ور کړي، کله چې هم چې ژوی له پر اوبو ور پېښ شي، سلولونه یې ترلاسه کړی پروټین اخراجوي.

دا ژوی یو ملي متر یا له هغه هم کم جسامت لري، خو د ځمکې پر مخ تر ټولو سخت ژوی ګڼل شوی دی.

د یوې څېړنې پايلې ښيي اوبخوګان یوازیني ژوي دي چې له اسمانه د ځمکې پر لور له هرې ټکې ژوندي وتلی شي.

اوبخوګان ډېری په هغو سیندونو او ویالو کې موندل کېږي چې د وچېدو له ګواښ سره مخامخ وي. دوی دا وړتیا لري چې کلونه له اوبو پرته ژوندي پاتې شي.

څېړونکي وايي، د اوبخوګانو د ژوند ارزولو یوه ګټه داده چې د انسانانو د درملنې لپاره د ژونديو واکسینونونو په لېږدونه کې ترې ګټه واخیستل شي.

د انځور حقوق SPL
Image caption د اوبخوګ خوله

د دې څېړنې غړی او د ادینبورګ پوهنتون استاد مارک بلکسټر وايي، اوبخوګان حیرانوونکې وړتیاوې لري چې موږ کولای شو د هغه د ژوند له ارزونې د واقعي نړۍ له ستونزو سره د مقابلې لارې ومومو. د بېلګې په ډول د ژوندیو واکسینونو د لېږد په چاره کې.

څېړونکو د اوبخوګانو په بدن کې د پروټینو داسې یو مجموعه موندلې چې د دوی د بدن (ډي‌این‌ای) خوندي ساتي.

د څېړونکو له دغې موندنې به انساني ټولنې ته یوه ګټه دا وي چې پوه شي موجودات څنګه د تودوخې پر وړاندې ژوندي پاتې کېدای شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب