جرمني کې پر شپې کلب برید "دوه کسان وژل شوي"

عیني شاهدانو سیمه ییزو رسینو ته ویلي، ښکاري هغه دروازه ساتونکی په ډزو وژل شوی چې د بریدګر د درولو هڅه یې کوه. د انځور حقوق EPA
Image caption عیني شاهدانو سیمه ییزو رسینو ته ویلي، ښکاري هغه دروازه ساتونکی په ډزو وژل شوی چې د بریدګر د درولو هڅه یې کوه.

د جرمني پولیس وايي، په کونستانس ښار کې پر یوه شپې کلب برید شوی، چې لږترلږه دوه کسان پکې وژل شوي او درې نور سخت ټپیان شوي. بریدګر هم له پولیسو سره په ډزو کې وژل شوی.

یوه سړي په ځايي وخت ۴ بجې او ۳۰ دقیقې (ګرینویچ ۱:۳۰۰) د یکشنبې په ګهیځ ډزې وکړې، دوه کسان یې ووژل. وسله وال وروسته له پولیسو سره په متبادلو ډزو ووژل شو.

عیني شاهدانو سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، ښکاري هغه دروازه ساتونکی په ډزو وژل شوی چې د بریدګر د درولو هڅه یې کوله.

د بریدګر عمر ۳۴ کاله ښودل شوی، چې ویل کېږي عراقی دی، خو وايي پناه غوښتونکی نه و او جرمني کې له څو کالو راهیسې اوسېده.

د جرمني خبري رسنیوویلي، دویم وژل شوی کس په کلب کې یو مېلمه و.

د پولیسو ویاند ویلي: "مېلمنو له ودانۍ نه په وتلو او د ځانونو پټولو سره خپل ځانونه ژغورلي دي".

دا برید ایله یوه ورځ وروسته تر هغه برید شوی، چې د جرمني هامبورګ ښار کې یوه سړي په چړو یو ۵۰ کلن سړی وواژه او ۶ نور یې ټپیان کړل.

د جرمني پولیسو ویلي، بریدګر یو اسلامپالی و، چې متحده عربي اماراتو کې زیږېدلی او د هامبورګ په یوه پلورنځي کې یې برید کړی.

د اوهايو شپې کلب بريد کې یو تن وژل شوی او ۱۴ نور ټپيان دي

د فلوریډا شپې کلب کې ډزو دوه کسان وژلي

د رومانيا 'شپې کلب' کې اور لګېدو ۲۷ کسان وژلي

پولیس زیاتوي، د بریدګر د پناه اخیستو غوښتنلیک رد شوی و.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر اندي ګروته وویل: "بریدګر یو اسلامپالی و، نه جهادي".

پولیسو دا هم ویلي، ښايي بریدګر به دماغي ستونزه لرله، خو وايي تر اوسه د برید انګیزه نه ده په ډاګه شوې.

د انځور حقوق EPA
Image caption سیمې ته کومانډوزاو د پولیسو چورلکه استول شوې ده

پولیس وايي، بریدګر ۲۶ کلن و، او دا کار یې په یوازې سر کړی.

په وروستیو کې جرمني کې بریدونه ډېر شوي دي.

جرمني چارواکو د ۲۰۱۶ کال ډسمبر میاشت کې د برلین په زړه کې د کریسمس لپاره پر جوړ شوي بازار تر برید وروسته ټینګ امنیت ټینګ کړ.

د ۲۰۱۶ جولای میاشت کې یوه ایراني الاصله جرمني زلمي میونیخ کې مخکې له دې چې ځان په ډزو ووژني، په ډزو ۹ کسان ټپیان کړل.

په همدې میاشت کې یوه افغان کډوال په چړې او تورې څلور کسان د جرمني سوېل کې د اورګاډي د ننه ټپیان کړل، خو وروسته بریدګر پولیسو وواژه.

اړونده مطالب

ورته مطالب