د پاکستان ستره محکمه کې د عمران خان ضد قضیه

عمران د انځور حقوق Getty Images
Image caption محکمې ته د نوازشریف ډلې وکیل وویل، هغه ثبوتونه چې د عمران خان ډلې د همدې بهرنیو مرستو په لړ کې سترې محکمې ته ورکړي، ټول "جعلي او په خپله يې" جوړ کړي دي.

د پاکستان په ستره محکمه کې نن د سیاستوال او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پر ضد د هغې قضيې اورېدنه شوې، چې په کې پر ښاغلي خان تور پورې کېږي، چې د خپل ګوند لپاره يې له بهرنیانو مرستې ترلاسه کړي دي.

بلې خوا د نوازشریف ګوند له لوري ددغه هېواد د لومړي وزارت لپاره ټاکل شوی ځای ناستی سیاستوال شاهد خاقان عباسي وايي، که لومړی وزیر شو، نو د هېواد تګلاره به د خپل مشر نوازشریف په څېر پرمخ بیايي.

د دې تور په تړاو چې عمران خان د خپل ګوند لپاره له بهرنیانو مرستې اخیستي دي، د ښاغلي خان وکیل انور منصور محکمې ته په خپل دلیل کې ویلي، دغه مرستې د عمران خان استازي له بهرنیانو اخیستې، چې ښاغلی خان يې مسول ځکه نه دی، چې همدې استازي ته يې برملا ویلي و، له داسې کسانو دې مرستې نه اخلي، چې په پاکستان کې د سیاسي ګوندونو د چلاو ضد وي.

ددې په ځواب کې محکمې ته د نوازشریف ډلې وکیل وویل، هغه ثبوتونه چې د عمران خان ډلې د همدې بهرنیو مرستو په لړ کې سترې محکمې ته ورکړي، ټول "جعلي او په خپله يې" جوړ کړي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption بلې خواته د نوازشریف ګوند له خوا د ځای ناستي لومړي وزیر د څوکۍ لپاره کاندید شاهد خاقان عباسي ددغې څوکۍ لپاره خپل فورمونه تسلیم کړل.

د پخواني لومړي وزیر نوازشریف یوه سیکرتر اصف کیرماني تر اورېدنې وروسته له رسنوالو سره په خبرو کې عمران خان ته په اشارې وویل، ایا دوی داسې "نوی پاکستان جوړول غواړي، چې ټول کارونه به په کې همداسې جعلي کوي".

دغه اورېدنه چې تر سبا پورې ځنډول شوې، سبا به په کې بیا هم پر همدې بحث کېږی، چې د تحریک انصاف ګوند مشر د خپل ګوند لپاره مرستې ولې له بهرنیانو اخیستي.

بلې خواته د نوازشریف ګوند له خوا د ځای ناستي لومړي وزیر د څوکۍ لپاره کاندید شاهد خاقان عباسي ددغې څوکۍ لپاره خپل فورمونه تسلیم کړل او تردې وروسته يې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، د هېواد تګلاره به يې د پخواني لومړي وزیر نوازشریف په څېر وي.

ددغه هېواد د پخواني لومړي وزیر نوازشریف تر ګوښه کېدو وروسته د تېرې جمعې پر ورځ د لومړي وزیر څوکۍ خالي شوې، چې اوس د ښاغلي شریف ګوند شاهد خاقان عباسي د ځای ناستي لومړي وزیر او د نوازشریف ورور شهبازشریف يې د مودې تر تکمیله پورې د لومړي وزیر په توګه ټاکلی دی.

اړونده مطالب