د سپینې ماڼۍ د اړیکو مدیر له دندې په لسمه ورځ ګوښه شو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سکارا موچي یواځې لس ورځې په دنده کې و.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ د اړیکو مدیر سکارا موچي له خپلې دندې ګوښه کړ.

نوموړی یوازې لس ورځې وړاندې د امریکا د ولسمشر د دفتر د اړیکو مدیر ګومارل شوی و.

د ونډو دغه پانګوال چې په وروستیو کې د ډونلډ ټرمپ له حکومت سره یو ځای شوی و، په دې لسو ورځو کې یې ډېر جنجال درلود.

* د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار استعفا وکړه

* د سپینې ماڼۍ د عامه اړیکو مسوول استعفا وکړه

د ولسمشر ټرمپ د دفتر د پخواني مشر راینس پریبوس په هکله بدې خبرې - چې د جمعې په ورځ له دندې ګوښه شوی - د دې جنجال یوه برخه وه.

شان سپایسر هم د نوموړي په ګومارل کېدلو پسې له سپینې ماڼۍ پښې سپکې کړې.

رپوټ شوې چې د امریکا د ولسمشر د دفتر مشر جان کلي په غوښته سکارا موچي له دندې ګوښه کړل شوی دی.

ښاغلي کلي د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې لوړه وکړه او کار یې پیل کړ. هغه له دې مخکې د ډونلډ ټرمپ د حکومت د کورني امنیت وزیر و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سپینې ماڼۍ ویانده وايي، چې ښاغلي موچي ته کومه دنده په پام کې نه ده نیول شوې.

د سپینې ماڼۍ په بیان کې راغلي: "انتوني سکارا موچي د سپینې ماڼۍ د اړیکو مدیر دنده پرېږدي".

"ښاغلی سکارا موچي دا کار غوره بولي د سپینې ماڼۍ دفتر مشر جان کلي ته اجازه ور کړي خپل کار په سپینه پاڼه پیل کړي او خپله ډله چاڼ کړي. موږ ورته ښې هیلې لرو".

ښاغلي ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د کارمنانو ترمنځ د جنجال د رپوټ په هکله په یوه ټوېټ کې ټینګار کړی و، چې "ګډوډي نشته".

ښاغلي سکارا موچي مخکې ویلي و چې د سپینې ماڼۍ د دفتر مشر پر ځای نېغ ولسمشر ته رپوټ ور کوي.

* ډیموکراټان د امریکا د عدلیې وزیر استعفا غواړي

* د امریکا د بهرنو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو استعفا وکړه

راینس پریبوس د جمعې په ورځ له هغه وروسته استعفا ور کړه چې ښاغلي سکارا موچي یو ټوېټ وکړ او د ډېرو په باور دا ټوېټ د ښاغلي پریبوس په ضد تور او ګواښ و.

نوموړي وروسته دا ټویټ پاک کړ.

هغه له یوه خبریال سره په خبرو کې ښاغلی پریبوس د "سکیزو فرونیا او پرانویا" یو ناروغ بللی او ویلي یې و چې رسنیو ته د معلوماتو لیک کېدلو مسوول دی.

پر دې سربېره یې په یوه بله مرکه کې په سیاسي چارو کې د ولسمشر ټرمپ پر لوی ستراتیژیست سټیو بنن په سپکو کلیمو سره نیوکه کړې وه.

د انځور حقوق ل
Image caption سکارا موچي سپینې ماڼۍ ته د تللو لپاره خپل کاروبار پرېښودلی دی.

سکارا موچي سپینې ماڼۍ ته د تللو لپاره خپل کاروبار پرېښود. د هغه مېرمنې هم په دې وروستیو کې ویلي چې طلاق ترې اخلي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز وروسته په خبري غونډه کې وویل، ولسمشر په دې باور و چې د خپلو همکارانو په تړاو د ښاغلي موچي خبرې "د دا ډول مقام سړي ته مناسبې نه دي".

نوموړې دا هم وویل، چې ښاغلي موچي ته کومه بله دنده په پام کې نه ده نیول شوې.

په واشنګټن کې د بي بي سي خبریال انټوني زرکر وايي، د سکارا موچي وتل په دې مانا دي چې پخوانی جنرال جان کلي ژر غواړي په سپینه ماڼۍ کې نفوذ وکړي، چې د کارمنانو ترمنځ یې ناندرۍ خپرې شوې دي.

د هغه په خبره، دا ښايي په سپینه ماڼۍ کې د نظم برابرولو لومړنۍ نښه وي.

خو زموږ خبریاله زیاتوي، وخت به دا ښيي چې د ولسمشر ټرمپ حکومت کومې خوا ته ځي.

د انځور حقوق AS

ورته مطالب