"د ډونلد ټرمپ اداره له افغانستان د ځواکونو پر اېستلو هم غور کوي "

اینډیپنډنټ:

د انځور حقوق Getty Images

برتانوۍ ورځپاڼه اینډنیپنډینټ لیکي په داسې حال کې د امریکا ولسمشر افغانستان ته د نورو ځواکونو پر استولو غور کوي، د تیرو مشورو برخلاف دی ښايي له افغانستان د خپلو سرتیرو د ویستلو پریکړه وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي داسې ښکاري چې د ښاغلي ټرمپ اداره تراوسه افغانستان ته د څه کم څلور زره نورو سرتیرو پر استولو هوکړې ته نه ده رسیدلې او دغه اداره اوس په دې هم غور کوي چې ښايي له افغانستان خپل ځواکونه وباسي.

د انډیپنډنیټ په دې مطلب کې وړاندې ویل شوي چې که داسې وشي نو بل انتخاب به بې پیلوټه الوتکې او ځانګړي ځواکونه وي چې د وسله والو پرضد به جګړه مخته بیايي.

البته له افغانستان د ځواکونو د ایستلو خبره لومړی ځل پرون امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال کړې وه، خو د اینډیپنډنټ په دې تحلیلي مقاله کې د ښاغلي ټرمپ او د هغه د دفاع وزیر څرګندونو ته داسې اشاره شوې وه.

لومړی تیره اونۍ ښاغلي ټرمپ وویل غواړي پوه شوي ولې امریکا ۱۷ کاله په افغانستان کې حضور لري، بیا یې تیره پنجشنبه افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو په اړه وویل و به ګورو!

دغه راز دفاع وزیر ویلي امریکا د افغانستان جګړه کې د ګټونکي دریځ نه لري.

په مطلب کې ویل شوي دا پوښتنه بې ځوابه ده چې نور سرتیري به لازم فشار وارد کړي چې جګړه په ثبات بدله کړي؟

خو زیاتوي افغانستان ته د نورو سرتیرو د استولو مخالفین استدلال کوي چې د مخکېني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پرمهال د ډیرو سرتیرو استولو ګټه ونه رسوله.

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Reuters
Image caption سعودي عرب، بحرین، مصر او اماراتو له قطر سره اړیکي پرې کړل.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي متحده عربي امارات پر قطر د اسلام پاله ملیشو د ملاتړ تور لګوي او یو مثال یې په قطر کې په ۲۰۱۳ کال کې طالبانو ته ددفتر ورکول و.

خو ورځپاڼه زیاتوي اوس داسې اسناد په ډاګه شوي چې متحده عربي اماراتو هم هڅه کړې وه چې د طالبان دغه دفتر په اماراتو کې جوړ شي.

نیویارک ټایمز زیاتوي، په واشنګټن کې د اماراتو د سفیر یوسف العتیبة ایمیلونه ښيي چې د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر په یوه ټلیفوني اړیکه پر ده له دې امله غوسه و چې ولې د طالبانو دفتر په اماراتو کې نه بلکې په قطر کې پرانیستل شو.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼه لیکي د اسټرالیا حکومت دغه هېواد ته د کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره ډیرې پریمانه پیسې لګولې او شرکتونه هم له دې لارې ډیره زیاته ګټه ترلاسه کړې ده.

ورځپاڼه زیاتوي د مثال په توګه یواځې یوه شرکت په درې ورځو کې د همدې تبلیغاتي کمپاین له لارې ۲۷۷ زره امریکايي ډالر ګټه ترلاسه کړې ده.

ورځپاڼه زیاتوي یوه شرکت ته چې په سینګاپور کې یې مرکز دی پنځلس ملیونه ډالره ورکړل شوي چې په افغانستان او پاکستان کې پر هغو تبلیغاتو یې ولګوي چې کډوالو ته وايي اسټرالیا ته دې نه راځي.

ګارډین زیاتوي یواځې د روان کال له جنورۍ تر جون میاشتې دغه شرکت یو میلیون ډالر په ورته تبلیغاتو لګولي دي.

ایکسپرېس ټریبیون:

د انځور حقوق ل
Image caption نواز شریف تېره جمعه له واک ګوښه کړل شو.

پاکستانۍ ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼه لیکي چې د راتلونکې سپتمبر میاشتې په اتمه نیټه به د پاکستان د اداري فساد ضد ادارې له خوا له دندې د ګوښه کړل شوي لومړي وزیر نواز شریف او د هغه د درې اولادونو ، زوم او د مالیې مخکېني وزیر پرضد د اداري فساد څلور جلا جلا دوسیې پرانیځې او څیړنې به پيل کړي.

هندوستان ټایمز:

هندوستان ټایمز ورځپاڼه لیکي چې څه باندې سلو پخوانیو پوځي افسرانو د هند لومړي وزیر نریندر مودي ته په یوه لیک کې پر مسلمانانو او ډالیټ یا رټل شوې طبقې د بریدونو غندنه کړې.

دوی ویلي په ټولنه کې رنګارنګي د هند پیاوړ تیا ده.