"د وېش ټپونه له ۷۰ کلونو وروسته هم رغېدلي نه دي"

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د هند وېش

څو اونۍ مخکې د پاکستان او هند ملي لوبډلې د کرېکټ نړیوال جام اتلولۍ د ګټلو لپاره په لوبغالي کې له یو بل سره ولوبېدل.

دواړو هېوادونو ته دا یوه مهمه لوبه وه، ځکه د کرېکټ لېونتوب دواړو هېوادونو کې خورا لوړ کچ ته رسېدلی دی.

د سوېلي اسیا دغو داوړو هېوادونو کې چې ډېر ارزښتونه سره ګډ دي په هغو کې یو هم د کرېکټ مینه تر ټولو په سر کې ده.

* د هند او پاکستان ترينګلتيا

* کشمير کې تاوتريخوالی: د هند او پاکستان اړيکي

هیښوونکي دا ده چې د کرېکټ دا مهمه لوبه په هند یا پاکستان کې نه بلکې لندن کې وه، ځکه دا دواړه ګاونډیان نن سبا د یو بل پر ځمکه کرېکټ لوبه نه کوي. دوی په خپله سیمه کې خپلمنځي ازمېښت لوبه نږدې لس کاله مخکې کړې وه.

دواړه هېوادونه خپلمنځي باور نه لري، هغه هم په داسې مهال چې ګډ تاریخ او کلتور لري، خو یو بل ته د دوښمن په سترګه ګوري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هند نیمه وچې پر مهال داسې ناورین جوړ شو چې اوسمهالي تاریخ کې ساری نه لري.

له ازادۍ راهیسې اویا کلونو کې پاکستان او هند خپل منځ کې درې ځلې جګړې کړې او که د ۱۹۹۹ نښتې هم جګړه وګڼو، نو څلور ځلې سره لاس ګرېوان شوي دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ دا ټکر په نړیواله نقشه کې داسې خطرناک برید ته رسېدلی چې له امله یې دواړه د اټومي وسلو په تیارولو کې خپلمنځي سیالي کوي.

د انځور حقوق Keystone/Getty Images
Image caption خوندي سیمو ته د تګ پر مهال تر لس لکو کسان ووژل شول چې مسلمان، هندوان او سیکان پکې و.

هند د برتانوي ښکېلاک تر ټولو لویه ښکېلاک مېنه وه او د ۱۹۴۷ اګست په منځ کې له څو میاشتې سیاسي ځنډ وروسته برتانیا بالاخره د هندي مسلمانان دې اندېښنې ته پام وکړ چې د اکثریت هندو ازادي به په دغه هېواد کې مسلمانان له خطر سره مخ کړي.

ځکه برتانیا د هېواد په وېش او مسلمانانو ته د جلا وطن جوړلو سره دوه لوی ایالتونه پنجاب او بنګال هم ووېشل او د ازادۍ له ور کولو دوه ورځې وروسته یې اعلان وکړ چې نړیواله پوله له کومو کومو ځایونو تېرېږي.

د هېواد وېش د داسې درد او کړاو توپان جوړ کړ چې په اوسني نړیوال تاریخ کې یې مثال نشته.

* پاکستان او هند

* د هند او پاکستان تر منځ د کرېکټ خبرې لغوه شوې

ویل کېږي چې د لوږې او جنګ حالت کې کله هم دومره ډېر شمېر خلکو خپل کور پرېښودلی نه دی.

دا شمېر تراوسه سم ښودل شوی نه دی، خو د یوې شمېرې له مخې ۱۲ میلیونه خلک د پنا په هیله در په در شول.

خوندي سیمو ته د تللو پر مهال له پنځو تر لس لکو پورې ووژل شول، چې مسلمانان، هندوان او سیکان پکې شامل و. د مخالفو مذهبونو نارینه وو ۸۰ زره مېرمنې وتښتولې.

د پنجاب حالت د نه ویلو و، هلته هندوانو، سیکانو او مسلمانانو له پېړیو پېړیو ګډ ژوند درلود او یوه ژبه یې وه، خو په دغه ورځ مسلمانانو د ځان ژغورنې لپاره د پاکستان خواته منډې وهلې او هندو او سیک د هند لور ته ځغستل، دوی هر یو د بل د وینې تږي وو.

د انځور حقوق Keystone Features/Getty Images
Image caption مسلمانان د پاکستان او هندوان د هند لور ته په منډو وو.

دا که د کورنۍ جګړې په مانا نه ده چې ورانوونکې ډلې د یو بل په مقابل کې درېږي، خو د څو شرخوښو کسانو کار هم نه بلل کېږي، ځکه دواړو له وسلو او پلان سره د یو بل پر سیمو بریدونه کول.

له دې ټپ تراوسه وینې بهېږي او څوک پرې ملهم او پټۍ نه ږدي. نه کوم وژونکي ته سزا و رکړل شوه، نه د وژل شوي غږ واورېدل شو، بلکې له اوږد مهال راهیسې د دغه زور زیاتي پر کیسو د خاموشۍ څادر غوړېدلی دی.

له کلونو وروسته ځینې کیسه لیکوالو دا وېروونکې کیسې ولیکلې او څو فېلم جوړوونکو ریکارډ کړې.

خوله په خوله د ژوندي تاریخ ریکاډولو مهم کار اوس پیل شوی او په سترګو د لیدلي زیاتي د اورېدلو لپاره څو بچي له څو لویانو سره مرکې کوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption کشمیر د پاک- هند د ښو اړیکو په مخ کې تر ټولو لوی خنډ دی.

د ۱۹۴۷ کال زور زیاتي کې د وژل شویو کوم یادګار جوړ نه شو او د هند وېش د یادګار خوندي کولو لپاره لومړنی موزیم اوس امرتسر کې پرانیستل شوی دی.

د هند وېشلو تریخ داستان د هند او پاکستان خپلمنځي اړیکو کې د زهرو په څېر لا هم ژوندی دی او د سیمې سیاسي جعرافیه له ۷۰ کلونو راهیسې یو مخ بدمرغه ده.

د ۱۹۴۷ کال د تړون له مخې چې پاکستان جوړ شو، ۲۵ کاله یې پوره شوي نه و چې د هېواد ښی لاس(بنګله دېش) چې له هند دوه زره کیلومتره لرې پروت و، پر ۱۹۷۱ کال ترې بېل شو.

* کشمير: پاکستان او هند يو پر بل ډزې کړې دي

* افغانستان کې د هند او پاکستان نیابتي جګړه شونې ده؟

ختیځ پاکستان د هندي پوځ په مرسته ازادي ترلاسه کړه او د بنګله دېش په نوم یې جلا هېواد جوړ کړ.

د هند وېش په نا حل شوو مسلو کې لومړی ځای کشمیر لري. د همالیه لمن کې د دې سیمې ډېری اوسېدونکی مسلمانان دي.

د هند وېش پر مهال هندو واکمن له هند سره د یو ځای کېدلو اعلان وکړ، خو ژر د پاکستان او هند پوځیان پر کشمیر د ولکې لپاره د یو بل مقابلې ته ووتل.

د انځور حقوق IIFA
Image caption کرن جوهر وویل، چې له دې وروسته پاکستانیان په فېلمونو کې نه ور ګډوي.

دا کشاله تراوسه روانه ده او د پاک- هند د خرابو اړیکو لوی لامل ده.

هند پر پاکستان تور لګوي چې د دې سیمې په مختلفو ښارونو کې د ترهګرو ملاتړ کوي، خو پاکستان وايي، نوی ډېلي د بلوچستان په څېر سیمو کې د بېلتونپالو ملاتړ کوي.

د دواړو هېوادونو مشران کله کله سره ویني او د حالاتو د ښه والي هیله ور کوي، خو دا مهال د خپلمنځي اړیکو وضعیت ډېر مایسوونکی دی، ځکه د هند را کړه ور کړه، د بلجیم، سوېلي افریقا یا نایجریا په څېر لرې هېوادونو سره خورا ډېره ده، خو له ګاونډي پاکستان سره یې ډېره کمه ده.

* "ټرمپ پر پاکستان کړۍ را تنګوي"

* د هند "برلاسې" ډیپلوماسي او د پاکستان اندېښنې

د سوېلي اسیا هېوادونو د سیمه ییزې همکارۍ لپاره یو تړون کړی، خو د ګډوډۍ ښکار دی او د افریقايي یا اروپايي ټولنې یا 'اسیان' په څېر کارند نه دی.

که څه هم هندي فېلمونه پاکستان کې ډېر مینوال لري او د پاکستان تلوېزوني ډرامې هندي مینوال لري، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ منظم کلتوري اړیکي نشته، کله چې یې خپلمنځي تاوتریخوالی زیاتېږي، ټولنیز او کلتوري اړیکي هم ور سره خرابېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د هند او پاکستان ترمنځ د سفر لپاه ویزه یواځنۍ ستونزه نه ده، بلکې نور ډېر مشکلات هم شته.

څه مهال مخکې د هند وتلي فېلم جوړوونکي کرن جوهر وویل، چې راتلونکي کې کوم پاکستاني ته فېلم کې رول نه ور کوي.

د خبریالانو خپلمنځي تګ راتګ بند دی او د سیمې د مهمو خبري ادارو استازي د یو بل هېواد کې نشته.

دا ډول د یو بل هېواد ته سفر هم اسان نه دی، هغه که د خپلو خپلوانو د لیدلو لپاره وي یا نه. مسله یواځې ویزه نه ده، بلکې سفر کې نورې ستونزې هم وي.

* پاکستان پر هندي فلمونو بندیز لرې کړ

* هندوستان ټایمز: پاکستان باید له ترهګرۍ ځان لرې کړي

د دواړو هېوادونو ترمنځ څو الوتونه شته، هغه هم د ډېلي او اسلام اباد ترمنځ خو نېغ نه دي. دواړه هېوادونه له یو بل سره اوږده پوله لري، خو ترې اوښتلو لپاره مرکزونه نه لري.

پاکستان کې څو ځلې پوځ پر واک ولکه وکړه، اوس هم پوځ او څارګره اداره یې ځواکمن لوری دی.

خلک وايي، د یوه لوی او ځواکمن ګاونډي د برید د اصلي یا فرضي خطرې په نتیجه کې پاکستاني پوځ ته د پراختیا موقع په لاس ور غلې او له امله یې د ولسواکي پیاوړتیا له خنډ سره مخ شوې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د یوې اندازې له مخې پر ۲۰۵۰ کال به تر ټولو ډېر مسلمانان په هند کې وي.

د پاکستان وګړي له دوه سوه میلیونو ډېر دي، چې ۹۶ سلنه یې مسلمانان دي. د هند وګړي هم له یو میلیارد او ۳۰۰ میلیونو اوړي او هرو اوو کسانو کې یو مسلمان دی. ځکه ویلی شو چې هند کې د مسلمانانو شمېر د پاکستان د مسلمانانو له شمېر سره برابر

د یوې شمېرې له مخې ۲۰۵۰ کال به هند کې تر ټولو ډېر مسلمانان وي. خو هلته حکومتي ادارو او پارلمان کې د مسلمانانو استازي د دوی د وګړو پرتله کمه ده. د ځینې شنونکو په خبره، د دې توپیریت(تعصب) او بد چلن له امله هندي مسلمانان له پاکستان سره خواخوږي لري.

پاکستانيان او هندیان له وطن سره مینه لري. د دواړو هېوادونو لوبډلې چې سیالیو کې سره مخ په مخ وي، د وطن مینې دا کوډې دوی سربدالوي، خو د دې لامل د وېش پېښې هغه ټپونه دي چې د ازادۍ جشن یې په ماتم بدل کړ او ان له اویا کلونو وروسته هم رغېدلي نه دي.

خبره مو له کرېکټ نړیوالې اتلولۍ پیل کړې وه، په هغه کې پاکستان اتل شو، هند دا ماتې وزغمله، مګر خواله رسنیو کې هندي ولس خپل بړاس وباسه، ځکه له خپل ' زوړ دوښمن' دا ماته هندي ولس ته کومه ساده خبره نه وه.

انډریو وایټ هېډ په هند کې د بي بي سي پخوانی خبریال پاتې شوی او داسې تاریخپوه هم دی چې د هند نیمه وچې وېش ته ځانګړی پام کوي.