ترکیه کې ناکامې کودتا کوونکو د محاکمې پر مهال سلګونه کسان نیول شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption د محکمې خوا کې یو شمېر ولاړو کسانو چې ډېری یې د کودتا هڅې کې د وژل شویو خپلوان وو، د محاکمه کېدونکو لپاره د اعدام سزا غوښتنه کوله

ترکیه کې د پروسږ کال ناکامې کودتا د ګډونوالو د محاکمې پر مهال له ۵۰۰ ډېر کسان نیول شوي دي. پر یو شمېر دغو کسانو، چې محکمې ته امنیتي ځواکونو بدرګه کول، هلته ولاړو کسانو چیغې وهلې او د دغو کسانو لپاره یې د اعدام سزا غوښتنه کوله.

د محکمې توجه د اکینسي هوايي اډې پر پېښو ده، چې ویل کېږي د کودتا د مشرانو مرکز و. د محاکمې لپاره له انقرې بهر یو ځانګړی مرکز په پام کې نیول شوی دی. پر محاکمه کېدونکو کسانو د ولسمشر رجب طیب اردوګان د وژلو پلان جوړولو تورونه لګېدلي دي.

ترکیې د کودتا په تړاو زرګونه نور کسان له دندو ګوښه کړل

ترکیه کې لسګونه کسان د 'کمیس' اغوستو له کبله نیول شوي

د پوځيانو د کودتا په هغه ناکمه هڅه کې چې د ۲۰۱۶ کال جولای کې وشوه، ۲۴۹ ملکي کسان وژل شوي وو. پر هغه شپه تر څو ساعتونو پورې د پوځ مشر جنرال هولوسي اکار او یو شمېر نور لوړ پوړي پوځیان په هوايي اډه کې یرغمل نیول شوي وو.

اوسنۍ محاکمه له هغه راهیسې تر ټولو لویه ده او د دې محاکمې پایله کې مجرم پېژندل شوي کسان ښايي د عمري زندان په سزا محکوم شي. که څه هم ترکيې کې د اعدام سزا لغو شوې، خو اپریل میاشت کې د واک غځېدو په اړه یوې ټولپوښتنه کې له بریا وروسته ولسمشر اردوګان د دغې سزا بیا اعادې په اړه د ټولپوښتنې وړاندیز وکړ.

ولسمشر د کودتا له هغې ناکامې هڅې وروسته پرلپسې د دغې سزا بیا اعادې پلوي کوي، خو اروپايي ټولنې په څرګند ډول ویلي که داسې کوم څه کېږي، دا به له یادې ټولنې سره د ترکیې ګډون خبرو ته د پای ټکی کېږدي.

داسې ادعا کېږي، چې د تېر کال جولای میاشتې پر هغه شپه له اکینسي هوايي ډګره کودتا کوونکو پوځیانو ته داسې پیغامونو لېږل شوي وو، چې باید پر پارلمان بمباري وکړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption پر کودتاچیانو د ولسمشر رجب طیب اردوګان د وژلو هڅې تورونه لګېدلي دي

د کودتا له ناکامۍ وروسته زرګونه هغه کسان نیول شوي وو، چې له امریکا مېشتي ملا فتح الله ګولن سره پرې د اړیکو شک کېده.

پر ښاغلي اردګان نیوکه کوونکي بیا وايي نوموړی له کودتا وروسته د سیاسي مخالفینو له منځه وړلو لپاره دغه پېښه د پلمې په توګه کارووي.