څومره انټي بیوټیک درمل باید وخوړل شي؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

څومره انټي بیوټیک درمل باید وخوړل شي؟

په بریتانیا کې یوه ډله طبي کارپوهان وايي، تر اړتیا ډېر انتي بیوتیک درمل خوړل ښايي د انسان په بدن کې د دې درملو پر ضد مقاومت پیدا کړي.

دا خبره د هغه نظر خلاف ده چې ويل یې ناروغان باید د انټي بیوتیک دوره پوره کړي. اوس ډاکتران وايي پر دې باید لا ډېره څېړنه وشي چې روښانه کړي انسان څومره انټي بیوټیک باید وخوري خو د حکومت د طبي برخې مسوولین وايي خلک دې تل هغه وکړي چې ‌ډاکتر یې ورته ويلي وي.