د غره د سر ښوونځی
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د غره د سر ښوونځی

درځئ د هند تر ولکې لاندې کشمیر یوه داسې لرې پراته کلي ته لاړ شو چې ور ختل پوره یوه ورځ غواړي.

د برېسوانا کلی دومره لرې او ګوښه دی، که څوک غواړي د غره پر سر دې کلي ته توکي او نور څه یوسي باید انسان یې پر اوږو کېږدي او یا یې پر خچرې بار کړي.

نو په داسې یوه ځای کې تعلیم بیخي ګرانه خبره ده خو یوې ښځې ته دا هېڅ هم خنډ نه و.

سبا حاجي همدلته ښوونځی جوړ کړ. دې ښوونځي ته داسې ماشومان ورځي چې په خپلو کورنیو کې لومړني کسان دي چې تعلیم کوي.