امریکا شمالي کوریا ته: موږ ستاسې دوښمن نه یو

شمالي کوریا له لویو وچو د تېرېدونکو بالیستیک توغندیو دوې ازموینې کړې دي د انځور حقوق AFP
Image caption شمالي کوریا له لویو وچو د تېرېدونکو بالیستیک توغندیو دوې ازموینې کړې دي

د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ د ترینګلتیا په درشل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن ویلي، امریکا په شمالي کوریا کې د واکمن نظام بدلولو هڅه کوي.

د واشنګټن او پیونګ یانګ ترمنځ اړیکي د شمالي کوریا د وسلو د پروګرام پر سر خړ پړ شوي دي.

ټیلرسن شمالي کوریا ته په وینا کې ویلي: "موږ ستاسې دښمنان نه یو"، چې په وینا یې، امریکا په یوه پړاو کې د خبرو لاره غوره کوي.

په ورته وخت کې، د امریکا مشرانو جرګې جمهوریپال غړي ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا پرضد جګړه کې د ښکلېدو غوراوی وړاندیز کړی.

پیونګ یانګ ګومان کوي چې وروستۍ توغندیزې ازموینې یې د امریکا تر پولو رسېدای شي.

ټیلرسن دا هم ویلي چې "موږ د نظام د بدلولو هڅه نه کوو، د نظام د ړنګېدو په هڅه کې هم نه یو، شمالي کوریا ته د خپلو پوځيانو د استولو لپاره هم لېوالتیا نه لرو".

ټرمپ پر روسیې، ایران او شمالي کوریا نوي بندیزونه لاسلیکوي

امریکا: شمالي کوریا له لویو وچو تېرېدونکی توغندی ازمایلی

شمالي کوریا د لویو وچو ویشتونکي توغندي ازمویلو ادعا کوي

"موږ ستاسې دښمن نه یو، تاسې ته ګواښ هم نه کوو، خو ساسې ګواښ موږ ته د منلو وړ نه دی، موږ هم باید ځواب درکړو".

شمالي کوریا د تېرې جمعې په ورځ له وچې د تېرېدونکو بالیستیک توغندیو نوې ازموینه وکړه. دا ازموینه چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون یې هم لمانځلو ته ورغلی و، د ملګرو ملتونو د بندیزونو پرواندې تر ټولو نوی ګام و.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر چین هم نیوکه کړې. چین د شمالي کوریا اقتصادي ملګری دی چې ګټه پوله هم ورسره لري.

ټرمپ وايي، چین د شمالي کوریا پروړاندې د وسلو د پروګرام درولو لپاره له زړه کار نه دی کړی.

خو ټیلرسن لا ډېره دیپلوماتیکه لهجه کارولې چې وايي "باوري یو چې چین ځانګړې او بې ساري اړیکي لري، دغه لوی اقتصادي فعالیت په داسې ډول د شمالي کوریا پر نظام اغېز کوي، چې هېڅوک یې د مخنیوي توان نه لري."

د انځور حقوق EPA
Image caption ریکس ټیلرسن ویلي، واشنګټن پیونګ یانګ کې د نظام بدلولو په درشل کې نه دی

بل خوا، د امریکا مشرانو جرګې جمهوریپال غړي لینزي ګرېهام ویلي، که پیونګ یانګ د هغو اتومي وسلو پروګرام پرمختګ ته دوام ورکړي چې ان امریکا هم په نخښه کولای شي، نو ولسمشر ټرمپ یې په اړه ده ته ویلي د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د پیلولو خبر ورکړی.

ګرېهام له اېن بي سي خبري شبکې سره مرکه کې ویلي: "ما ته همدا خبر راکړل شو او زه یې تاییدوم."

دی زیاتوي: "که د شمالي کوریا د مخنیوي جګړه پیل شي، نو دا جګړه به همالته وي. که زرګونه کسان ووژل شي، نو همالته به مري. دلته به نه مري. ټرمپ دا راته مخامخ خبرو کې وویل."

ورته مطالب