کشمیری زلمی څنګه افغانستان کې ووژل شو؟

د انځور حقوق .

رپوټونو کې ویل شوي، چې د هند تر ولکې لاندې کشمېر یو اوسېدونکی ۱۷ کلن عبدالله عمیس تېره اونۍ د افغانستان ننګرهار ولایت کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې برید کې وژل شوی دی.

د عبدالله پلار اعجاز د سرینګر اوسېدونکی دی او مور یې رقیه د بډګام سیمې د مشهور سخت دریځي وسله وال عبدالغني ډار لور ده. عبدالغني ډار د عبدالله غزالي په نامه هم مشهور و. د عبدالله د پلار مور په اړه ویل کېږي، چې ۱۹۹۵ کال کې له کشمیره د نیپال له لارې پاکستان ته تللي وو او تر کلونو پورې اسلام اباد کې اوسېدل.

'کونړ کې د 'لشکر طیبه' ۱۹ غړي وژل شوي'

'افغانستان کې د داعش ډېری وسله وال پاکستانیان دي'

۲۰۰۴ کال کې رقیه له خپل زوی عبدالله سره بېرته کشمیر ته ستنه شوه او پلار یې له هغه وروسته، چې پاکستان حکومت د امریکا متحدو ایالتونو د فشار له کبله د القاعده اړوند کسانو خلاف عملیات چټک کړل، وزیرستان ته لاړ.

نوموړي هلته بل واده وکړ او څه موده وروسته یې لومړۍ مېرمن له زوی سره بېرته د پاکستان قبایلي سیمه کې له هغه سره یو ځای شوه. په وزیرستان کې د پاکستاني پوځ له لوري د عملیاتو له پیل وروسته اعجاز له خپلو دواړو مېرمنو او زوی سره یو ځای افغانستان ته واوښت.

عبدالله غزالي بي بي سي ته ویلي: اعجاز له ټولې کورنۍ سره یو ځای جهاد کې شامل دی، زه چې د عبدالله له مړینې خبر شوم، خلکو ته مې وویل چې باید د فاتحې لپاره رانه شي، ځکه دا د خوښۍ ځای دی.

له نوموړي پوښتنه وشوه، چې ایا اعجاز او کورنۍ یې پر سمه لاره روان دي، نوموړي وویل:

دا د نیتونو خبره ده، په ظاهره دا سمه لاره نه ده، خو زه اعجاز پېژنم، هغه خدای پرست انسان دی، هغه لاره یې غوره کړه، چې غوره یې بلله او بیا له ټولې کورنۍ سره یوه ځای پر همدې لاره روان شو. ویل کېږي اعجاز اوس هم له خپلو دواړو مېرمنو او پنځو نورو ماشومانو سره یو ځای افغانستان کې له القاعده سره یو ځای دی.

د انځور حقوق .

افغانستان کې د القاعده له لوري د کشمیري وسله والو شتون داسې مهال رابرسېره کېږي، چې دا وروستیو کې 'انصارالغزواۃ الهند' نومي یوه نوي وسله وال تنظیم خپل شتوالی اعلان کړی دی.

دغې ډلې د حزب المجاهدین ناراضي قومندان ذاکر موسی خپل مشر بللی، خو نوموړي په دې اړه څه نه دي ویلي. پاکستان کې مېشت وسله وال کشمیریان او د ځايي وسله والو بېلتون پالو مشران د القاعده یا داعش شتوالی نه مني او وايي کشمیري وسله وال نړیواله اجنډا نه لري، بلکې د دوی د پوځي ولکې خلاف مبارزه کوي.

اړونده مطالب