د خبريالانو لپاره درېيم تر ټولو مرګونی هېواد
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د خبريالانو لپاره درېيم تر ټولو مرګونی هېواد

د ډېرو شمېرو له مخې مکسيکو يوازې له سوريې او افغانستان وروسته نړۍ کې د خبریالانو لپاره درېيم تر ټولو خطرناک ځای ګڼل کېږي. ۲۰۱۶ کال ۱۱ خبریالان وژل شوي وو، او سږنی کال يې لا له وړاندې اوو تنه وژل شوي دي. ډېر کم داسې پېښېږي، چې وژونکي دې عدالت ته وکاږل شي. ډېری ځايی خبریالان هم د ورانکارو نشه يي ډلو او هم د فاسدو امنيتي ځواکونو له لوري له وېرونو او تاوتريخوالي سره مخامخ دي. نو دوی خطرناکو ساحو او چاپېريال کې څنکه فعاليت کوي؟. دې راپور کې یې ګورو.