"امریکا بندیز لګولو سره د روسیې ضد سوداګریز جنګ اعلان کړ"

د انځور حقوق EPA
Image caption ډونلډ ټرمپ په لومړیو کې د دې بندیزونو مخالف و.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغه هېواد ټاکنو کې د روسیې د ادعايي ټاکنو په ځواب کې پر مسکو د بندیزونو لګولو مصوبه لاسلیک کړه او دغو بندیزونو ته یې قانوني بڼه ور کړه.

دا مصوبه په سپینه ماڼۍ کې لاسلیک شوه، چې له مخې یې پر ایران او شمالي کوریا هم بندیزونه لګېږي.

ولسمشر ټرمپ د دې مصوبې د منلو له امله پر کانګرېس هم نیوکه کړې وه.

د ډونلډ ټرمپ له دې ګام وروسته د روسیې لومړي وزیر دیمیتري میدویدوف وویل، د دې مصوبې لاسلیکولو ته قانوني بڼه ور کول دا مانا لري چې امریکا د روسیې پرضد "بشپړه سوداګریزه جګړه" اعلان کړې ده.

* امریکا ته د روسیې خبرداری

* د پوتین او ټرمپ بله لیدنه چې له رسنیو پټه پاتې وه

د دیمیتري میدویدوف په خبره، په دې بندیزونو لګېدلو پسې د امریکا له نوې ادارې سره د اړیکو د ښه کېدلو هیله هم له لاسه ووتله:

"دا بندیزونه چې ولسمشر ټرمپ په نه زړه لاسلیک کړل د هغه بې وسي ښيي."

له بلې خوا ایران هم د دغو بندیزونو په هکله وايي، چې د واشنګټن دا ګام د شپږو قدرتونو او ایران ترمنځ د اټومي تړون خلاف ورزي ده او تهران به یې مناسب ځواب ووايي.

د امریکا ولسي جرګې د ولسمشر ټرمپ له نیوکو سره سره پر روسیه د نویو بندیزونو لګولو ته رایه ور کړه.

د انځور حقوق EPA
Image caption د امریکا او روسیې ولسمشران په جي شل سرمشریزه کې.

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې د روسیې د ادعايي لاسوهنې تورونه پلټل کېږي او په دې برخه کې ولسمشر ټرمپ پر لوی څارنوال جیف سیشنز هم فشار اچوي.

د امریکا ولسي جرګې په لوی اکثریت د هغو بندیزونو ملاتړ هم وکړ چې له مخې یې د بالستي توغندیو د ازموینو له امله پر ایران او شمالي کوریا بندیزونه لګېږي.

د امریکا نوي بندیزونه د روسیې د تېل او ګاز پروژې اغېزمنوي.

* روسیه: د ډونالډ ټرمپ د شرمولو ثبوتونه نه لرو

* هېلیري کلنټن ټاکنو کې د ماتې مسوول روسیه وبلله

د یادولو ده چې تېر ډيسبمر د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د ټاکنو هېک کولو په تړاو د روسیې ۳۵ ډیپلوماټان له خپل هېواد وباسل او د روسیې دوه استوګنځي یې هم وتړل.

روسیه د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه ردوي.

مسکو له واشنګټن څو ځل وغوښتل چې خپل استوګنځي ور وسپاري او که داسې نه کوي روسیه به یې په مقابل کې ګام پورته کړي.

تېره اونۍ د روسیې ولسمشر له خپل هېواد د ۷۵۵ روسي ډيپلوماټانو د اېستلو خبره هم وکړه.

دغه هېواد په روسیه کې د واشنګټن دوه مرکزونه هم وتړل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د روسیي لومړی وزیر وايي، ټرمپ په نه زړه دا بندیزونه لاسلیک کړل.

ورته مطالب