مشرف: د پاکستان پوځ افغان جګړه کې پیسې ونه ګټلې

Image caption جنرال مشرف دا مهال دوبۍ کې دی.

د پاکستان پخواني ولسمشر جنرال پروېز مشرف وايي، د دغه هېواد پوځ په افغان جګړه کې پیسې نه ګټي. د پاکستان د ازادۍ د ۷۰ کلیزې لپاره بي بي سي اردو د دغه هېواد له سیاستوالو سره د مرکو لړۍ (وېژن پاکستان) لپاره دوبۍ کې له پروېز مشرف سره ځانګړې مرکه کې دا خبرې کړې:

"د پاکستان پوځ په افغان جګړه کې پیسې ونه ګټلې، خو داسې خلک شته چې وسلې اخلي، افغانستان کې پیسې وېشي په دې کې ځینې کسان ښکېل دي، چې پیسې هم جوړوي، خو پوځ د ادارې په توګه پیسې ترلاسه نه کړې".

* پاکستاني محکمې مشرف په خیانت تورن کړ

* پر مشرف بهر ته د تلو بنديز لرې کېدو حکم

* د نواز شریف له ګوښه کېدو سره پاکستان بې ثباته کېږي

خو پرویز مشرف د ۲۰۱۵ کال په فرورۍ کې د لومړي ځل لپاره ومنله،‌ چې د هېواد څارګره اداره 'ای اېس ای' یې له ۲۰۰۲ کال راهیسې د مخکیني افغان ولسمشر حامد کرزي د ادارې د کمزورې کولو لپاره د طالبانو روزنې ته بیا لاس اچولی دی.

ښاغل‍ي مشرف چې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۸ کال پورې د پاکستان پوځي مشر ولسمشر پاتې شوی،‌ له بریتانیایۍ 'ګارډین' ورځپانې سره په مرکه کې ویلي وو، پاکستان له دې کبله د طالبانو د روزنې لپاره ملا وتړله،‌ چې د حامد کرزي په مشرۍ حکومت د ده په وینا د پاکستان د ستر سیال هند ملاتړی حکومت کمزوری کړي:

''رښتیا هم موږ د داسې ډلو په لټه کې وو چې وکړای شي د پاکستان پر وړاندې د دا ډول ګام اخیستو مخه ونیسي.‌ همدا وو چې د څارګرو دنده مطرح شوه.‌ د پاکستان استخباراتو له طالبانو سره اړیکي ونیول''.

د افغان جګړې ملاتړ

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption مشرف وايي، ضا الحق پاکستان په داسې لار برابر کړ چې اوس یې هم اغېز شته.

پروېز مشرف له بي بي سي سره په وروستۍ مرکه کې دا مني چې د پاکستان د پوځ پخواني مشر ضیاء الحق ځینې تېروتنې درلودې، خو د افغان مجاهدینو ملاتړ یې پرځای کار بولي:

"زه هم منم چې هغه هېواد د مذهبي توندلارۍ په لور ټېل واهه، هغه داسې لار غوره کړه چې اوس یې هم پر هېواد اغېز شته، خو د (مجاهدینو) او امریکا سره د شوروي اتحاد خلاف مرسته یې بلکل ټیک وه".

جنرال مشرف د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف تورن کړ چې د هند خلاف پالیسي یې ناسمه وه:

"هند بلوچستان کې ښکېل دی او څوک چې پاکستان نه غواړي د هېواد د پرمختګ خلاف وي هغه باید ووژل شي".

نواز شریف تېره اونۍ د اداري فساد په تور د سترې محکمې په حکم له دندې ګوښه شو، خو پر ۱۹۹۹ کال د پروېز مشرف له خوا کودتا کې له واک ګوښه شوی و.

* مشرف: پاکستان د غني له تګلارې خوښ دی

* "پاکستان اوس په امريکا کې ډېر ملگري نه لري"

* ناټو: باید پاکستان کې د وسله والو پټنځیو ته پام وشي

د پاکستان پخواني ولسمشر جنرال پروېز مشرف وايي، هرکله چې په دغه هېواد کې مارشلا (کودتا) شوې د وخت غوښتنه وه.

د هغه په خبره، پاکستان کې پوځ هېواد پر لار سم کړي، خو ولسي چارواکي راشي بیا یې له لارې وباسي.

د پاکستان د ازادۍ د ۷۰ کلیزې لپاره بي بي سي اردو د دغه هېواد له سیاستوالو سره د مرکو لړۍ (وېژن پاکستان) کې له مشرف سره غږېدلې چې وايي:

"که ولسواکي یا زورواکي (دیکتاتوري)، کمونېزم وي یا سوشیلېزم یا پاچاهي (ټولواکي)... ولس یا هېواد ته یې ډېر توپیر نه شته ولس او هېواد پرمختګ او نېکمرغي غواړي، ولس کار، خوشالي او امن غواړي".

د هغه په خبره، د اسیا ټول هېوادونه که وکتل شي، هر چېرته چې پرمختګ شوی لامل یې دیکتاتوران

"دیکتاتورانو پاکستان هم سم کړ، خو کله چې دوی لاړل نو ولسي چارواکو یي بېړه ډوبه کړه".

له ولسواکۍ دیکتاتوري غوره؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له ښي اړخ مشرف، ور پسې د سعودي عربستان اوسنی پاچا چې هغه مهال دفاع وزیر و او بیا نواز شریف د ۱۹۹۹ کال مۍ میاشت کې خو څو میاشتې وروسته مشرف کودتا وکړه، او نواز شریف یې له واک ګوښه کړ.

د هغه په خبره، که د ولسي او پوځي حکومتونو تاریخ ته وکتل شي، پوځي دیکتاتورانو تل هېواد ته پرمختګ راوستلی دی.

د یوې پوښتنې په ځواب کې پخواني ولسمشر وویل، که ټاکنې وشي، ازادي وي، خو نېکمرغي نه وي، نو ګټه یې څه شوه؟

د هغه په خبره، د پاکستان ماتولو کې د پوځ نه، بلکې د بوټو نیمګړتیا وه:

"څه تورونه پر یحیی خان هم لګېږي، خو د ایوب خان په لس کلن حکومت کې هېواد د پرمختګ ریکارډ جوړ کړ".

د یوې پوښتنې په ځواب کې پخواني جنرال وویل، چې حکومت پرځول د ولس واک دی، خو پاکستان کې حالات بل ډول دي:

"ولس خپله پوځ ته ورځي او ورته وايي، موږ وژغورئ، خلک ماته هم راغلل، راته ویې ویل موږ وژغوره، ما هم د خلکو په غوښتنه هرڅه وکړل".

د هغه په خبره، اساسي قانون سپېڅلی دی، خو قوم له هغه ډېر سپېڅلی دی:

"موږ د اساسي قانون خوندي کولو لپاره ولس نه شو ختمولی، خو د ولس ژغورلو لپاره اساسي قانون لږ له پامه غورځولی شو".

کله چې مشرف وپوښتل شو له هېواد وتلو کې چا ورسره مرسته وکړه، نو ځواب یې و چې د پوځ مشر پاتې شوی او باوري دی چې پوځ یې تل نېکمرغي غواړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption مشرف وايي ولس ترې وغوښتل چې کودتا وکړي.

ورته مطالب