ټرمپ د افغان ستراتیژۍ په تړاو غونډه کې ولې غوسه شو؟

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images

امریکا چاپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغان جګړې په هکله د ولسمشر ټرمپ یوې لیدنې ته کتنه کړې ده.

ورځپاڼه د اېن بي سي تلوېزون د رپوټ له مخې لیکي، ولسمشر ټرمپ تېره میاشت د افغان ستراتیژۍ په تړاو غونډه کې بې حوصلې شو او له چارواکو یې پوښتل چې ۱۷ کاله موږ افغانستان کې یو تاسو راته ووايي، څه مو ترلاسه کړي، ولې حالات نه بدلېږي او موږ ولې افغانستان کې بند پاتې یو؟

واشنګټن پوسټ وايي، د خلکو ځوابونه نوموړي ته د منلو نه و او یا یې سر نه پر خلاصېده.

ورځپاڼه وايي، ولسمشر ټرمپ دا یادونه هم وکړه چې غوښتل یې ان افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو مشر جنرال جان نېکلسن له دندې ګوښه کړي.

د ورځپاڼې په باور لویه ستونزه افغانستان کې د ستراتیژي نشتوالی دی او دا هغه خبره ده چې تېره میاشت د امریکا دفاع وزیر هم وکړه.

هغه ویل پر ستراتیژي کار روان دی، یواځې دې ستراتيژي کې د جګړې ګټل یا پرمخ بوول نه دي، بلکې دې ته هم ځای شته چې افغان ځواکونه یو مخ پر ځان بسیا شي چې په جګړه کې یواځې د وسلوالو مخالفانو مقابله وکړي.

ټرمپ له دې ناسته څو ورځې مخکې له هغو امریکايي پوځیانو سره هم لیدلي، چې پخوا یې افغانستان کې دنده درلوده.

ټرمپ په دې ناسته کې وویل، دا پوځیان د افغانستان له بل هر چا ښه پوهېږي، د دوی په باور دوی د هوټل د خدمتګارانو په څېر دي چې له بل هر چا ډېر په خوړو پوهېږي.

ایران ډیلي:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر.

ایران ډیلي ورځپاڼه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر رېکس ټیلرسن له قوله لیکي چې دی او ولسمشر ټرمپ د هغه تړون په اړه د نظر اختلاف لري چې په ۲۰۱۵ کال کې د ایران او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تهران د اټومي پروګرام په اړه شوی و.

ریکس ټیلرسن دا څرګندونې روانه اوونۍ د کانګرس یوې کمیټې ته کړې وې.

ولسمشر ټرمپ د دې تړون مخالف دی او د ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې او بیا تر هغه وروسته د ولسمشر په توګه یې هم بیا بیا خپله ناخوښي څرګنده کړې.

خو ورځپاڼه لیکي، د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن یې دومره مخالف نه دی او فکر کوي چې له دې لارې امریکا او نړیواله ټولنه کولی شي تر یوه بریده د ایران پر اټومي پروګرام نظر وساتي او د که چېرته تهران سرغړونه کوي نو حساب او کتاب ورسره وشي.

د ټيلرسن په څېر اروپایي ټولنه هم د دې تړون ملاتړې ده.

اینډپنډنټ:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بهرنیو زدکوونکو له برکته برتانیا ته د کال ۷۳ میلیارد پونډه ګټه رسېږي.

د برېتانیا اینډپنډنټ ورځپاڼه وایي، که دا هېواد له اروپایي ټولنې بیلېږي نو کېدای شي یوازې د لوړو زده کړو په برخه کې یې اقتصاد ته د کال ۷۳ ملیارده پاونډه تاوان ور واوړي.

هغه داسې چې په برېتانیا کې د اروپایي هېوادونو لسګونه زره محصلین په بېلابېلو پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي. دوی دلته درانه فیسونه ورکوي، کورونه په کرایه نیسي او له نورو ډېرو لارو چارو د دې هېواد اقتصاد پياوړی کوي.

وېره دا ده چې له اروپایې ټولنې تر بېلېدو وروسته به دې محصلین ته دلته د راتګ، د زده کړو او د کار شرایط سخت شي.

نو ښایي شمېر یې کم شي او دا به د برېتانیا په ګټه نه وي. نو نن د دې هېواد ۲۴ لوی پوهنتونونه لومړۍ وزیرې تیریزا مئ ته یو لیک استوي.

په دې لیک کې به د بهرنیو محصلینو په تړاو د پوهنتونونو لس عمده غوښتنې وي.