سعودي چارواکي ولې د "پیشوګانو قاتل" لټوي؟

یاد سړي د پیشوګانو د وژلو عملیات وېډیو کې ثبت کړي د انځور حقوق Twitter
Image caption یاد سړي د پیشوګانو د وژلو عملیات وېډیو کې ثبت کړي

سعودي چارواکي د پیشوګانو د قاتل اړوندې مسلې څېړنه کوي. دوی دا کار وروسته تر هغه پیل کړی، چې پر انټرنېټ یوه وېډیو خپره شوه چې یوه سړي جده کې پر پیشوګانو ډزې پکې کولې.

د سعودي حکمت او امنیتي ځواکونو ویلي، د یاد سړي لټون یې پیل کړی دی.

په "سنپ چټ" خپره شوې وېډیو کې سړی د ښار په ځینو کلیو کې پر پیشوګانو د کلاشنیکوف ډزې کوي.

دې وېډیو پر انټرنېټ د لسګونه زره خلکو غوسه راپارولې ده او د "پیشو قاتل" د جزايي کولو غوښتنه یې کړې ده.

په وېډیو کې پیشوګانې تر ډزو وروسته په سخت درد کې معلومېږي.

د "پیشو خولې لګول" د ښځې د مړینې لامل شوی

پیشو کله او چېرته کورنۍ شوه؟

پیشو وژونکی پر شپاړس کاله بند محکوم شو

د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت کې د پیشو ګومارنه

یاد سړي وېډیو کې ویلي، د پیشوګانو وژل "د موټر پاکولو پرتله څلور ځلې ګټور تمامېږي".

ځینو اڼترنېټ کاروونکو د دغه سړي د اعدامولو غوښتنه کړې، ځینو نورو بیا ناروغ بللی او د حیواناتو ضد جرمونو کې یې مجرم ګڼلی.

ځینو ټویټر کاروونکو د هغه دا کار پر حیواناتو د زړه سوي له اړخه د اسلام له لارښوونو سرغړاوی بللی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د پیشوګانو د قاتل مسله بربنډېږي، په تېره جون میاشت کې د فرانسي سان بییر لامیر سیمه کې دوه سوه پیشوګانې مسمومې شوې وې.

او په تېره جولای میاشت کې د امریکا کلیفورنیا ایالت کې یو سړی د ۱۶ کلونو لپاره وروسته تر هغه بندي شو، چې د پیشوګانو د غلا کولو او ربړولو تورونه یې ومنل. ده ویلي وو چې ۱۸ پیشوګانې یې وژلې دي.

ورته مطالب