سعودي عربستان د حج له مراسمو څومره پېسې ګټي؟

د انځور حقوق AMER HILABI/AFP/GETTY IMAGES
Image caption د عمرې لپاره ټول کال مسلمانان سعودي عربستان ته سفر کوي

هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټه میلیونونه مسلمانان د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ځي او دې سره سعودي عربستان اقتصاد ته هم پاموړ ګټه رسېږي.

خو دا پوښتنه د ډېرو کسانو ذهن کې ګرځي، چې د حج او عمرې لپاره سعودي عربستان ته له ورتلونکو کسانو د دغه هېواد اقتصاد ته څومره ګټه رسېږي. د دې لپاره لومړی باید دا معلومه شي، چې څومره کسان هر کال سعودي عربستان ته د حج او عمرې لپاره ځي.

د تېر کال شمېرې ښيي، چې ټولټال اته میلیونه او درې سوه زره کسان د حج ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو.

د حج مراسم د کال په یوه ځانګړي مهال ادا کېږي او د ګڼې ګوڼې مخنیوي لپاره سعودي عربستان د نړۍ د هر هېواد لپاره یو ځانګړی شمېر ټاکلی، چې همدومره شمېر حاجیان باید ورشي.

د انځور حقوق FAZRY ISMAIL
Image caption تېر کال له شپږ میلیونو ډېرو کسانو عمره ادا کړې

خو عمره بیا د کال په هر موسم کې ادا کېږي او رپوټونه ښيي، چې تېر کال نژدې شپږ میلیونه مسلمانان د عمرې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.

یو لوی شمېر حاجیان په سعودي کې دننه هم اوسي، خو دوی کې هم د بهرنیو اتباعو لوی شمېر شامل دی.

تېرو لسو کلونو کې د هغو مسلمانانو شمېر چې سعودي عربستان کې اوسېږي، له نورو هېوادونو د راغلیو حاجیانو نیمايي و. ټوله نړۍ کې د مسلمانانو د نفوس ایله دوه سلنه په سعودي عربستان کې ژوند کوي.

د انځور حقوق RYAD KRAMDI/AFP/GETTY IMAGES
Image caption تېر کال سعودي عربستان د حج پر مهال ۱۲ میلیادره مستقیم عاید درلود

سعودي عربستان ته تلونکو کسانو کې تر ۸۰ سلنه ډېر خلک هلته د عمرې ادا کولو لپاره ځي. اووه کاله مخکې د عمرې ادا کوونکو شمېر څلور میلیونو کسانو ته رسېده او سعودي چارواکي هیله مند دي چې راتلونکو څلورو کلونو کې به دغه شمېر شاوخوا ۱۲ میلیونو کسانو ته ورسېږي.

سعودي عربستان تېر کال له حاجیانو نژدې ۱۲ میلیارده ډالره عاید درلود او حاجیانو دغه هېواد کې نژدې ۲۳ میلیارده ډالر مصرف کړي دي.

هغه ډالر چې حاجیان یې سعودي عربستان کې مصرفوي، د دغه هېواد د اقتصاد برخه ګرځي. دغه پېسې د سعودي عربستان مستقل عاید نه دی، خو دې سره اقتصاد پاموړ ملاتړ مومي.

د مکې المکرمې سوداګرۍ خونه وايي، له بهره راتلونکي حاجیان اوسطاً ۴۶۰۰ ډالره لګوي او هغه حاجیان چې په سعودي خاوره کې ژوند کوي، د حج لپاره ۱۵۰۰ ډالره لګښت کوي. د ایراني حاجیانو د یوه کس لګښت نژدې ۳۰۰۰ ډالرو ته رسېږي.

دغه راز د بېلو هېوادونو د حاجیانو د لګښت تر منځ توپیر شته، خو د پاکستان او بنګله دېش مسلمانان هم همدومره لګښت کوي.

دې کې د خوړو، سفر او ډالیو لګښت شامل دی. یوه ایراني حاجي بي بي سي فارسي څانګې ته د نوم نه ښوولو په شرط ویلي، چې دا ځل یې د حج لګښت اته زره ډالره دی.

د انځور حقوق SAJJAD HUSSAIN/AFP/GETTY IMAGES
Image caption په حج کې د بېلو هېوادونو د اوسېدونکو لګښت بېلا بېل وي

د اندونیزیا ونډه تر ټولو ډېره ده. هر کال ۲۲۰ زره اندونیزیايي مسلمانان کولای شي د حج لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي، چې دا د ټولو حاجیانو ۱۴ سلنه ده. له دې وروسته د حاجیانو د شمېر له مخکې هند او پاکستان له ۱۱ سلنه، بنګله دېش له اته سلنې سره تر نورو مخکې دي.

دغه لیست کې نایجریا، ایران، ترکيه او مصر هم شامل دي.

که څه هم سعودي عربستان د نفتو پر تله له حج نه ډېر عاید نه لري، خو دغه هېواد هڅه کوي، چې له تېلو پرته د عاید نورې سرچینې ومومي.

د پېسو نړیوال صندوق د اټکل له مخې د اوپیک له لوري د نفتو ایستلو کچې کمولو له کبله به سږ کال د سعودي عربستان د پرمختګ کچه صفر ته ورسېږی او سعودي عربستان به غواړي دغه زیان له نورو لارو پوره کړي، چې د زیارت کوونکو ونډه په کې مهمه بلل کېږي.

د انځور حقوق AHMAD GHARABLI/AFP/GETTY IMAGES
Image caption سعودي عربستان اوس هڅه کوي، پر نفتو سربېره د عاید نورې سرچینې ومومي

سعودي عربستان کې د وزګارۍ کچه له ۱۲ سلنې پورته شوې ده او دغه راز د دغه هېواد حکومت د بودیجې له لوی کسر سره مخامخ دی. حکومت د خپلو لویو پروګرامونو پلي کولو لپاره د اصلاحاتو تمه لري، خو دغه اصلاحات به د سعودي ټولنې لپاره ځورونکي وي.

ریاض د انرژۍ او اوبو بیې ګرانې کړې دي، مالیات یې ډېر کړي دي او نورې یې هم لوړوي، خو هغسې چې د پېسو نړیوال صندوق ویلي، د دغو اصلاحاتو دوام د سعودي عربستان حکومتي جوړښت کې بنسټیزو بدلونونو ته هم اړتیا لري.

اړونده مطالب