د نړۍ له لر او بره د سفرونو غوره عکسونه

A woman travelling on the locking system of a carriage. Dhaka, Bangladesh د انځور حقوق GMB Akash / TPOTY

بنګله دېش کې یوه ځوانه ښځه د کرایې پېسو ژغورلو لپاره د اورګاډي کابینونو تر منځ سفر کوي. دغه تصویر جي ایم بي اکاش اخیستی دی او ۲۰۰۹ کال لپاره د سیالۍ بریالۍ تصویر بلل شوی. دغه تصویر د لندن ګرین ویچ د ګټونکو تصویرونو سیالۍ کې نندارې ته ایښي و. دغه تصویر د سیالیۍ قاضیانو تېرو ۱۴ کلونو د سیالیو تر ټولو غوره تصویر بللی دی.

Grey line 2 pixels

هويي این، ویتنام ۲۰۰۳

مایکل مټالیچ،امریکا متحده ایالتونه

Hoi An, Vietnam د انځور حقوق Michael Matlach / TPOTY

یوه جج د دغه تصویر په اړه وویل: دغه تصویر کې رنګونه او خوځښت یو ځای وینو او مایکل مټالیچ په ډېر نزاکت دغه شېبه عکاسي کړې. د بازار ټول رنګونه یې په یوه تصویر کې وړاندې کړي دي.

Grey line 2 pixels

کولینزې، مالۍ ۲۰۰۴

ریمي بینالي، فرانسه

Kolenz, Mali د انځور حقوق Remi Benali / TPOTY

یو ماشوم په توده ورځ د سړې هوا له وږمې خوند اخلي.

Grey line 2 pixels

هوانا، جیوبا ۲۰۰۵

لورین ریزنک، کاناډا

Havana, Cuba د انځور حقوق Lorne Resnick / TPOTY

عکاس لورین رېزنک وايي، د اپارتمان شاته لاړم، دغه 'راکړه ورکړه ' مې ولیده، یوې ښځې بلې ته هګۍ ورکولې.

Grey line 2 pixels

هالنډ، ۲۰۰۵

ګیرارډ کنګما

Netherlands د انځور حقوق Gerard Kingma / TPOTY

د قاضي د خولې خبره:

''د پسونو دغې کورنۍ عکس اخیستو پر مهال عکاس ګیرارډ کنګما داسې یوه ناڅاپي شېبه عکاسي کړې، چې دغه تصویر یې ګټونکی کړ. د دغه تصویر د توجه ټکی 'د ازادۍ شېبه ' ده. ''

Grey line 2 pixels

جالسکو، مکسیکو ۲۰۰۵

ټوډ ونټرز امریکا متحده ایالتونه

Jalisco, Mexico د انځور حقوق Todd Winters / TPOTY

د مکسیکو یوه کلي کې یو سړی د سړک پر څنګلارې خولۍ پلوري. د تصویر په لیدو سره دا نه معلومېږي چې دا سړی ویښ دی او که ویده او دا چې د کتار د وروستي مېږوي خولۍ پلورل شوې او که ده پر خپل سر ایښې ده.

Grey line 2 pixels

متھورا، اتر پردیش هند ۲۰۰۹

پورس چودري، هند

The Hindu festival of Holi. Mathura, Uttar Pradesh, India د انځور حقوق Poras Chaudhary / TPOTY

هولي د هندوانو له رنګونو او هیجانه ډک اختر دی، چې د ژمي پای او د پسرلي د راتګ پر مهال لمانځل کېږي.

Grey line 2 pixels

کاناډايي معمار

تھامس کوکټا، جرمني

Canadian Arctic د انځور حقوق Thomas Kokta / TPOTY

عکاس تهامس کوکټاوايي:

''له لمریزو توپانونو وروسته باوري وم، چې ۲۰۱۱ کال به د ارورا بریلس لپاره غوره کال وي. درې اونۍ مې کاناډايي ارکټیک کې انتظار وکړ، چې دغه ښایسته منظره عکاسي کړم. تر شنه اسمان لاندې مې له ۵۰ تر ۵۵ درجو یخنۍ کې درې اونۍ ورته تېرې کړې. ''

Grey line 2 pixels

شمالي روسیه، سپینه بحیره ۲۰۱۱

2011

فرانکو بانفي،سویټزرلنډ

Beluga whale. White Sea, Karelia Region, Northern Russia د انځور حقوق Franco Banfi / TPOTY

عکاس فرنکو بانفي وايي:

'' بېلوګا نهنګ مې خوا ته راغی او ټکر کېدو پرته مې څنګ ته تېر شو. داسې څو ځلې وکړل، وروسته مې خواته تم شو او د عکس اخیستو فرصت یې راکړ. غوسه نه وه، یوازې لوبه یې کوله. ''

Grey line 2 pixels

ایتوپیا: د اومو سیند دره ۲۱۰۲

جان شلیګل، جرمني

Biwa - Omo River Valley, Ethiopia د انځور حقوق Jan Schlegel / TPOTY

عکاس جان شلیګل وايي:

''بیوا نومی دغه سړی د کارو قبیلې یو مخور ښکاري دي. په ډېر ویاړ سره یې راته وویل، چې درې زمریان، څلور فیلان، پنځه پړانګان، ۱۴ مېښان او ګڼې تمساح ګانې یې ښکار کړي دي. هغه ویل له نورو قبیلو سره یې جګړو کې یو شمېر کسان هم وژلي. له یوه ساړه اسویلي وروسته یې راته وویل، چې اوس وخت بدل شوی دی او پر ښکار بندیز لګېدلی، ځکه یې پخواني ارزښتونه ډېر یادېږي. ''

Grey line 2 pixels

سایبریا، روسيه ۲۰۱۲

الیساندرا میکونزي، سويټزرلنډ

Nenet girl - Siberia, Russia د انځور حقوق Alessandra Meniconzi / TPOTY

د نېنتس ارکټیک سیمې کوچیان په سخت چاپیریال او شدید موسم کې ژوند کوي. دوی د څارویو له پوټکیو جوړو کېږدیو کې ژوند کوي. دغه تصویر کې د دغې قبیلې یوه ماشومه د لرګیو ټولولو لپاره ځي.

Grey line 2 pixels
Grey line 2 pixels

مارا سیند شمالي سرینګیټي ۲۰۱۴

نکول کیمري، بلجیم

Wildebeest - Mara river, North Serengeti د انځور حقوق Nicole Cambre / TPOTY

د څارویو یوه پاده له بارانه وروسته زړه نازړه شوه او له دواړو غاړو له سینده تېرېدل. یوه کوچنۍ ډله له لویې ډلې سره د یوه ځای کېدو لپاره راغله، خو دلته لاره مخ پر ځوړ وه، یوه څاروي د انتظار او یا شاته کېدو پر ځای ټوپ وواهه.

Grey line 2 pixels

د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ۲۰۱۴

جوني هنګلنډ، ناروې

'Les Sapeurs' - Kinshasa, Democratic Republic of Congo د انځور حقوق Johnny Haglund / TPOTY

لیس سیپرس د داسې کسانو ډله ده، چې له شاوخوا بیوزلۍ سره د کنشاسا پر سړکونو ډېر ګران بیه کالیو کې ګرځي. په داسې ظاهره داسې معلومېږي، چې دوی د کانګو له نورو اوسېدونکو بېل خلک دي، خو دغه ځوانان چې تصویر کې لیدل کېږي عادي دندې لري.

Grey line 2 pixels

ایټچافالیا بیسن، لوزیانا، امریکا ۲۰۱۵

مارسل وین اوسټن، هالنډ

Kayaking - Atchafalaya Basin, Louisiana, USA د انځور حقوق Marsel van Oosten / TPOTY

عکاسمارسل وین اوسټن وايي:

''د ناجو دنګو ونو منځ کې د کایکینګ دغه تصویر یو داسې سهار اخیستل شوی چې له اسرارو ډک معلومیده. ''

Grey line 2 pixels

گرین وچ کې د فوټو ګرافي اف د ایر دغه نندارتون د اګست له څلورمې پیل شوی او د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر تر درېیمې به روان وي. د دغو ټولو تصویرونو د خپراوي حقونه خوندي دي او دا د ټرېول فوټو ګرافر اف د ایر لخوا ورکړل شوي دي.