پاکستان: جماعت الدعوة سیاسي ګوند جوړوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د جماعت الدعوة مشر حافظ سعید اوس نظر بند دی

پاکستان کې جماعت الدعوة نومي سازمان ویلي، دوی یو سیاسي ګوند جوړوي. ملګري ملتونه، د امریکا متحده ایالتونه او هند رسماً جماعت الدعوۃ یوه ترهګره ډله بولي.

د دغې ډلې مشر حافظ سعید نن سبا کور کې نظر بند دی. د جماعت الدعوة ویاند بي بي سي سره خبرو کې تایید کړې، چې دوی غواړي نوی ګوند جوړ کړي او په دې اړه سلا مشورې کېږي، خو دا یې و نه ویل چې نوي ګوند کې به د حافظ رول څنګه وي.

پر خواله رسنیو د جماعت الدعوۃ د سیاسي ګوند نوم (ملي مسلم لیګ) لیکل شوی دی، خو د دغه تنظیم ویاند وايي، د دوو یا درېیو نومونو په اړه غور کېږي او تر اوسه کوم یو نوم نه دی ټاکل شوی.

"د حافظ سعید په نظربندۍ سره پاکستان غواړي خپل وګړي د امریکا له بندیزونو وژغوري"

'حافظ سعید افغانستان کې د داعش فعالیتونه اداره کوي'

حافظ سعید د لشکر طیبه نومي تنظیم موسس بلل کېږي، چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې جګړه کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۲۰۰۸ کال کې د هند ممبۍ ښار کې له بمي چاودونو وروسته پر جماعت الدعوۃ بندیزونه ولګول.

د تنظیم ویاند په دې اړه څه نه دي ویلي، چې ولې جماعة الدعوة غواړي سیاسي ګوند رامنځته کړي، خو د سیاسي چارو شنونکې عایشه صدیقه وايي، تېر کې دغه تنظیم له ولسواکۍ سره اختلاف درلود او له دې معلومېږي چې سیاسي ګوند ته د دوی پر ځای د دوی خواخوږي اړتیا لري:

''په ملي سیاست کې جهادیانو ته د ونډې ورکولو پروګرام له مخې اسټیبلشمنټ غواړي دوی پر نورو چارو بوخت کړي او د دوی لپاره زمینه برابروي. ''

ډاګټرعایشه زیاتوي فکر نه کوي، چې د پاکستان په سیاسي بهیر کې د جماعت الدعوۃ ګډون پارلمان ته د لار موندلو په موخه وي:

''جماعت الدعوۃ هڅه کوي له دې لارې ټولنه کې شامل شي او له دې لارې خپل نفود ډېر کړي او بل دا چې پوځ وکولای شي وواي چې اوس دوی د ټولنې یوه برخه دي او تاو تریخوالی نه خوښوي. ''

پر سلاله پوستې د امریکايي پوځ له برید وروسته د 'دفاع پاکستان ' په نوم د شپږو ګوندونو یو سیاسي ایتلاف رامنځته شو، چې د جمعیت علمای اسلام، اهل سنت و الجماعت او جماعت اسلامی ګوندونو سره یو ځای یې جماعت الدعوۃ هم غړیتوب تر لاسه کړ.

د انځور حقوق IUD
Image caption پر خواله رسنیو د نوي ګوند نوم ملي مسلم لیګ لیکل شوی دی

خبریال صبوخ سید وايي، د حافظ سعید نظر بندۍ له پای ته رسېدو وروسته د دغه تنظیم مسوولینو د ایتلاف هڅو کولو پروګرام درلود، خو د نوموړي د نظر بندۍ موده نوره هم وغځېده.

د ښاغلي سید په وینا دې لړ کې دا وروستیو کې د جمعیت علمای اسلام ګوند مرستیال مولانا غفور حیدري د جماعت الدعوۃ مرکز ته تللی و، چې دا هم د همدې لړۍ یوه کړۍ ده.

ویل کېږي چې جمعیت علمای اسلام د مذهبي ګوندونو د یوه اتحاد (متحده مجلس عمل) د بېرته فعالولو هڅې کوي، خو تر اوسه معلومه نه ده، چې جماعت الدعوۃ به هم د همدې ایتلاف برخه شي او که به خپله د یوه ایتلاف په رامنځته کولو بریالي شي.

ورته مطالب