د انساني قاچاقیانو پر ضد  سمندري عملیات
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د انساني قاچاقیانو پر ضد سمندري عملیات

په لیبیا کې د ایټالیا سفیر وايي دغلته د انساني قاچاقیانو پر ضد سمندري عملیات به د ملېشو د هغو ګواښونو سره سره پر مخ ځي چې وايي پر ایټالیايي بېړیو به بریدونه وکړي. ګومان کېږي همدا اوس د لیبیا په شمال کې تر یو میلیون خلک په کمپونو کې دي او غواړي له مدیترانې سمندره واوړي او اروپا ته ځان ورسوي. هغه زرګونه کسان چې د سمندر له خطرناکې لارې تېر شوي اوس په فرانسه کې دي. همدغلته پر چارواکو تور دی چې دې کډوالو لپاره یې هېڅ انسانتیاوې نه دې برابرې کړي.