امریکا ملګرو ملتونو ته د پاریس له هوکړې د وتلو خبر ور کړی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا وايي د پاریس هوکړې ته ژمن پاتې کېدل یې د اقتصاد په تاوان دي

د امریکا متحده ایالتونو د یوه لیک په ترڅ کې رسماً ملګرو ملتونو ته د پاریس له اقلیمي هوکړې د وتلو خبر ور کړی دی.

د پاریس له هوکړې د امریکا پر شا کېدل، د ډونلډ ټرمپ د ټاکنيزو شعارونو له ډلې و.

ډونلډ ټرمپ ادعا کوي چې د پاریس هوکړې ته د امریکا ژمن پاتې کېدل یې د هېواد اقتصاد اغېزمنولی شي.

ملګرو ملتونو ته د امریکا په استول شوي لیک کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تر ۲۰۱۹ کاله چې امریکا لا ددغې هوکړې برخه ده، د پاریس هوکړې اړوند ناستو کې به ګډون وکړي.

ملګرو ملتونو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري استول شوی لیک، که څه هم د پاریس له هوکړې د امریکا پر وتو د ډونلډ پر ټینګار دلالت کوي، له بل لوري دا سیمبولیکه کړنه ده.

ځکه امریکا د ۲۰۱۹ کال د نومبر میاشتې تر څلورمې له د پاریس له هوکړې وتل نه شي غوښتلی، که یې وغواړي؛ له یادې نېتې وروسته به پېلېږي او یو د چارو بشپړاوی به یې کابو کال وخت واخلي.

د امریکا له وتلو وروسته به د پاریس هوکړې برخلیک څه وي؟

که امریکا د پاریس له هوکړې وتل غواړي نو چاري به یې ایله د ۲۰۲۰ تر لومړیو بشپړې شي، دا په امریکا کې د ولسمشریزو ټاکنو د منډو ترړو مهال دی.

شونې ده ډونلډ ټرمپ ټاکنې وبایلي، نو نوی ولسمشر امریکا بېرته د پاریس له هوکړې سره یو ځای کولی شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption سپینه ماڼې د اقلیم په اړه بلې هوکړې ته په تمه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:"امریکا رسماً ملګرو ملتونو ته په ډاګه کوي چې په ټاکل شوې موده کې د پاریس له هوکړې وتل غواړي، تر وتلو پورې به امریکا له خپلو ګټو د دفاع لپاره د پاریس هوکړې اړوند ټولو ناستو کې ګډون وکړي."

فرانسي ته د ډونلډ ټرمپ د سفر پر مهال نوموړي ویلي و:" سپینه ماڼې د اقلیم په اړه د یوې بلې داسې هوکړې هر کلی کوي چې د امریکا ګټې پکې خوندي شي."

د ډونلډ ټرمپ د دغو څرګندونو ته د پاریس هوکړې یو شمېر برخه والو توند غبرګون ښودلی و.

دوی ویلي وو، د اقلیم په اړه بله هوکړه نه شي کېدای، ځکه د پاریس هوکړې کابو لس کاله وخت نیولی دی.

ورته مطالب