هند کې د رومیانو دولتي بانک

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption بانک خلکو ته د رومیانو ساتلو لپاره خوندي ځای هم ور کوي

هندوستان ټایمز

د هندوستان ټایمز ورځپاڼه (د رومیانو دولتي بانک) په اړه یو په زړه پورې مطلب لري. په هند کې له څه مودې راهیسې د رومیانو او پیازو قحطي راغلې، او نرخونه یې هم اسمان ته ختلي.

اوس په اُتر پردېش ایالت کې د ځوانانو کانګرس یوه نوې اسانتیا رامنځته کړې.

دوی هغو کسانو ته پور ورکوي چې د رومیانو د رانیولو پیسې نه لري، البته دا پور په سود ورکول کېږي.

د ځوانانو کانګرس دې سهولت ته (د رومیانو ملي بانک ) نوم ورکړی دی.

ورځپاڼه لیکي چې ډېر خلک له مجبورۍ اوس همدې بانک ته ورځي، پور اخلي او بیا پر هماغه پیسو رومیان اخلي.

خو دا بانک یوازې پور نه ورکوي، بلکې یوه بله اسانتیا یې هم رامنځته کړی.

دوی خلکو ته داسې یو خوندي ځای یا سېف هم ورکوي چې دوی پکې رومیان وساتي، ځکه چې په منډۍ کې رومیان نشته او اوس یې خلکو ان غلا ته مخه کړې ده.

انډپنډڼټ ورځپاڼه

د برتانیا انډپنډڼټ ورځپاڼې پر خپل لومړي مخ د نړیوالې تودوخې او اقلیمي بدلون په اړه یو وېروونکی خبر خپور کړی.

ورځپاڼه د یوې نوې ترسره شوې څېړنې له قوله لیکي چې د روانې پېړۍ تر پایه به د اقلیمي بدلون له کبله یوازيې په اروپا کې د کال کابو یو نیم لک کسان وژل کېږي.

ورځپاڼه وایي د هغو کسانو شمېر به پنځوس چنده لوړ شي چې د خرابې هوا له کبله زیانمن کېږي.

همدا رنګه د اروپا په لر او بر کې به په هرو درېیو کسانو کې دوه تنه له دې خرابې هوا اغېزمنېږي.

دغه نوې څېړنه یوازې د تودوخې د کچې د ډېرېدو ګواښنه نه کوي، بلکې دا هم وایي په ژمي کې به د سړې هوا کچه او بې وخته باد او باران او توپانونه هم ډېرېږي.

څېړنه په داسې وخت کې خپرېږي چې د اقلیمي بدلون موضوع پر یوه سیاسي بحث بدله شوې او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ څه موده وړاندې اعلان هم وکړ چې هېواد یې نور د اقلیمي بدلون په تړاو د پاریس قرارداد ته ژمن نه دی.