''له نهو نه یوه نجلۍ کم عمرۍ کې ودېږي''
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

''له نهو نه یوه نجلۍ کم عمرۍ کې ودېږي''

ملګري ملتونه وايي پرمختيايي هېوادونو کې هرو دريو نجونو کې يوه اتلس کلنۍ ته له رسېدو مخکې او هرو نهو کې يوه بيا پنځلس کلنۍ ته له رسېدو مخکې ودېږي. تېر کال زېمبابوې کې هم د اساسي قانون محکمې د ماشومانو د ودونو پر ضد حکم وکړ، خو کارپوهان وايي اټکل ۳۴ سلنه نجونې چې اتلس کلنۍ ته رسېږي، واده شوې به وي. نو پوښتنه دا ده چې کم عمره نجونې لا اوس هم ولې ودېږي؟