"نوي بندیزونه اورونه بلوي، چې امریکا به هم وسیځي"

د انځور حقوق AFP
Image caption تېره میاشت پیونګ یانګ له لویو وچو تېرېدونکي بالیستیک توغندي وازمویل

پر شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د نویو بندیزونو له تصویبېدو څو ساعته وروسته پیونګ یانګ ویلي، نوي بندیزونه "د داسې اور بلېدو پیلامه کېږي چې ان امریکا ته یې هم تاو رسېدای شي."

په شمالي کوریا کې د واکمن ګوند اړوندې یوې ورپاڼې "رودونګ سینمون" ویلي، امریکا د پیونګ یانګ پرضد له خپلې دښمنانه تګلارې ډډه نه کوي، د امریکا په مخ کې اوس یوازېنی غوراوی د خپل ځان ویجاړول دي."

د چین غوښتنه

پر شمالي کوریا د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو له تصویبولوڅو ساعته وروسته د چین د بهرنیو چارو وزیر د شمالي کوریا خپل سیال سره کتنه کې ویلي، هېواد دې باید ټولې اتومي او توغندیزې ازموینې ودروي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د شمالي کوریا د بهرنیو چارو له وزیر ري یونګ هو سره خبرې کړې دي.

نوموړي خبریالانو ته ویلي، په دې کتنه کې وویل شوی چې "دا د شمالي کوریا په ګټه ده چې پرځای او هوښیارانه پرېکړه وکړي".

ښاغلي وانګ د شمالي کوریا د بهرنیو چارووزیر له خوا دې غوښتنې ته د ځواب په اړه نور جزییات ورنه کړل.

د چین د بهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته وویل "دا د شمالي کوریا په ګټه ده چې سم او هوښیارانه پرېکړه وکړي." د انځور حقوق Reuters
Image caption د چین د بهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته وویل "دا د شمالي کوریا په ګټه ده چې سم او هوښیارانه پرېکړه وکړي."
. د انځور حقوق Getty Images
Image caption چین په امنیت شورا کې پر شمالي کوریا بندیزونو ته مثبته رایه ور کړه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا له خوا د وروستیو توغنديزو ازموینو په غبرګون کې پر دغه هېواد نوي بندیزونه لګولي دي.

پر پیویانګ په نویو لګول شويو بندیزونه کې د دغه هېواد صادرات او پانګونه په نښه شوې ده.

پر شمالي کوریا دغه بندیزونه د جولای میاشتې د هغو ددو توغندیو تر توغونې وروسته ولګېدل چې شمالي کوریا ادعا کوي د امریکا تر خاورې رسېدای شي.

خو کارپوهانو یې د هدف د په نښه کولو پر وړتیا شک ښودلی دی.

د شمالي کوریا له خوا د توغندیو ازموینه د جاپان، جنوبي کوریا او امریکا له توندو غبرګونو سره مخامخ شوه او په غبرګون کې يې د نویو بندیزونو نوملړ چمتو کړ.

چین ته د ډبرو سکرو، کاني ډبرو او نورو خامو موادو پر لېږد، چې د شمالي کوریا له عایداتي سرچینو ګڼل کېږي، بندیز لګېدلی دی.

شمالي کوریا په کلني ډول د کاني موادو له پلورلو ۳ میلیارده ډالر تر لاسه کوي، چې د نویو بندیزونو له امله به یې عاید یو میلیارد کم شي.

اټکلېږي چې پر شمالي کوریا د چین او نړیوالو بندیزونه به د دغه هېواد ځوان رهبر پخپله تګلاره کې بدلون راوستلو ته اړ کړي.

د راپورونو له مخې، پر شمالي کوریا د بندیزونو د وضع کولو په برخه کې واشنګټن او بېجنګ نږدې همکاري کړې ده.

د شنبې په ورځ چین د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د شمالي کوریا پر وړاندې نوي بندیزونو ته مثبته رایه وکاروله.

د چین دغه کار د متحده ایالتونو له خوا ستایل شوی دی.

د انځور حقوق EPA
Image caption په امنیت شورا کې د چین سفیر پر پیویانګ نویو بندیزونو ته مثبته رایه وکاروله.

چین په نړیواله کچه د شمالي کوریا یوازینی ملګری هېواد دی.

د شمالي کوریا په اړه د امنیت شورا د بندیزونو د پرېکړې تر تصویب وروسته د چین سفیر وویل: " نن نړۍ په یوه خوله په کوریا ټاپووزمه کې له اټومي پروګرام سره مخالفت وښود. "

د چین سفیر همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د وروستیو څرګندونو هر کلی وکړ چې ویلي یې وو، امریکا د شمالي کوریا د رژیم د بدلون په لټه نه ده.

ورته مطالب