"د قبایلو نوې جګړه"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د قبایلي سیمو اوسېدونکي د پاکستان دولت د غولوونکو کړنلارو قربانی شوي دي

د نېشن

پاکستانۍ ورځپاڼې (د نېشن) د قبایلي سیمو په اړه د پخواني سناتور او د سیمې د چارو شنونکي افراسیاب خټک یوه مقاله خپره کړې چې سرلیک یې دی د قبایلي سیمو نوې جګړه.

ښاغلي خټک وايي په قبایلي سیمو کې پښتانه د پاکستان د واکمنانو له خوا یو ځل بیا لکه د تېرو لسګونو وارو په څېر تیرایستل شول.

دی وايي په دغو سیمو کې یو ځل بیا ژمنه شوي سمونونه عملي نه شول. ښاغلی خټک په دې نظر دی چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې د قبایلي سیمو اوسېدونکي د پاکستان دولت د غولوونکو کړنلارو قربانی شوي دي.

دی وايي دغه سیمه لومړی د پخواني شوروي اتحاد له ځواکونو سره د جګړې لپاره، بیا د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته د طالبانو له خوا کارول شوې ده. او اوس د یوې بلې جګړې لپاره کارول کیږي چې داعش ډله به په کې ښکیله وي او بې ګناه پښتنو ته به دغه جګړه یو ځل بیا مرګ او ورانی راوړي.

ښاغلی خټک وايي په قبایلي سیمو کې نوې راټوکیدلې مدني ټولنه د قبایلي سیمو د پښتو په حق کې د شویو جرمونو څیړنه غواړي آیا څوک شته دغه غږ واوري؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په افغانستان کې ګډ کار له امله د نیکولسن درناوی کېږي

واشنګټن پوسټ

امریکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د سر په یوه مطلب کې لیکلي چې افغانان له دې ویره لري چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن له دندې لرې کړې.

واشنګټن پوسټ زیاتوي د هغه لرې کول ځکه د افغان لوري لپاره د اندیښنې خبره ده چې دی یو ښه همکار دی.

په دې وروستیو کې افغان چارواکو د جنرال نیکولسن ستاینه کړې ، دوی ویلي ده ته سخته جګړه په میراث پاتې ده خو دی له افغان ولسمشر اشرف غني سره له نږدې کار کوي او په ګډه یې د افغان ځواکونو د پیاوړتیا لپاره څلور کلن پلان جوړ کړی.

هغه پلان چې د ورځپاڼې په وینا په عملي کېدو سره به یې افغان ځواکونه وکولای شي له خپلې خاورې دفاع وکړي.

واشنګټن پوسټ دغه راز وايي په کابل کې د چارو څارونکي په دې نظر دي چې له افغان لوري سره د ښاغلي نیکولسن د ګډ او دوامدار کار له امله په افغانستان کې دننه د ده ډیر درناوی کیږي.

اینډیپنډینټ

اینډیپنډینټ ورځپاڼې په دې اړه یوه مطلب لري چې د اسلامي دولت داعش ډلې له خوا له لویدیځو هېوادونو میرمنې په څه ډول جذبیږي لیکي چې یوه نوي تازه څیړنه ښيي چې په لوېدیځو هېوادونو کې ښځې او مېرمنې د دې ډلې له خوا په غولوونکو ژمنو جذبیږي.

ورځپاڼه زیاتوي دغه څېړنه د دفاعي او امنیتي څېړنو د شاهي انسټیټیوټ له خوا شوې ده. د دغه انیسټیټیوټ یوې غړې چې د څېړنې په چمتو کولو کې یې برخه اخستې ورځپاڼې ته ویلي، له دغې ډلې سره د ښځو د یو ځای کېدو بېلابېل دلایل په ګوته شوي، لکه د انلاین له لارې اړیکې او د واده وړاندیزونه ، د لویدیځ فیمینیزم نه خوښول، ماجرا جويۍ، د کورنۍ اغېز، د داعش له ایډیالوژۍ متاثره کیدل، ساده ګي، د مینې په دام کې ښکېلېدل یا دا چې ځینې غواړي نوې او پاروونکې تجربې وکړي.

ورته مطالب