له موګریني سره سيلفي ایرانی استازی بښنې ته اړ کړ

فرج الله رجبي د انځور د سمې زاویې لپاره شا ته مات شوی د انځور حقوق Tasnim
Image caption فرج الله رجبي د انځور د سمې زاویې لپاره شا ته مات شوی

د ایران د پارلمان یو غړی وروسته تر هغه بښنې غوښتلو ته اړ شوی، چې دغه هېواد ته له ورغلې فدریکا موګریني سره یې سیلفي اخیستی و.

د ایران خبري رسنیو ویلي، د پارلمان غړي فرج الله رجبي پر خپل ټیلیګرام د سیلفي اخیستو په اړه د ایران له خلکو، په تېره بیا د شیراز له وګړو، چې دی یې پارلمان کې استازی دی، بښنه غوښتې ده.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشره اغلې موګریني تهران ته د ایران د ولسمشر حسن روحاني د لوړې مراسمو لپاره تللې وه.

د لوړې له مراسمو وروسته، د ایران د پارلمان ځینو غړو له اغلې موګریني سره عکسونه واخیستل. د استازو دا کار له ډېرو منفي غبرګونونو سره مخامخ شو.

د حسن روحاني کلتوري سلاکار حسام الدین آشنا له اغلې موګریني سره د استازو د سیلفي اخیستل یوه "کلتوري ستونزه" وبلله.

د انځور حقوق Tasnim
Image caption د ایران د بهرنیو چارو وزارت د کونسلګرۍ مرستیال د عکس اخیستو پرمهال

ښاغلي آشنا د لوړې مراسمو پر ځینو نورو برخو هم نیوکه وکړه چې په وینا یې "د ځینو ښاغلو ځای تش و".

د ایران د سني مذهبو وګړو مذهبي مشر مولوي عبدالحمید په دې مراسمو کې حاضر نه و.

د انځور حقوق Tasnim

د ایران مخکیني ولسمشران محمد خاتمي او محمود احمدي نژاد هم دې مراسمو کې نه وو. همداشان، د روحاني د ولسمشرۍ ټاکنیز سیال ابراهیم رئیسي او محمد باقر قالیباف هم نه وو ورغلي.

له اغلې موګریني سره د استازو یو ډله ییز انځور د ایران د بهرنیو چارو وزارت د کونسلګرۍ ویاند او پخواني مرستیال حسن قشقاوي اخیستی دی.

د انځور حقوق Tasnim
Image caption د لوړې مراسمو کې د عکسونو اخیستو بازار تود و

فرج الله رجبي لیکلي، له اغلې موګریني سره انځور په "نارسمي فضا کې" اخیستل شوی.

دی وايي "حاضر استازي هلته د عکسونو په اخیستو بوخت وو."

ښاغلی رجبي د اصلاح غوښتونکو استازو او د "فراکسیون امید" غړی دی. نوموړی مخکې د شیراز ښاروال هم تېر شوی.

هغه تېر کال د ولسمشر حسن روحاني په امر د ایران د ودانیزې انجینرۍ د سازمان مشر ټاکل شوی و.

اړونده مطالب