د مسلمانانو زیارت کې سیک مینجور

زیارت
Image caption د زیارت کارکوونکي او زیارت کوونکي له یوې مخې سیکان دي.

د هندوستان او پاکستان پر سرحدي سیمه اتاړي کې د مسلمانانو په یوه زیارت کې له کلونو سیکان مینجوران دي.

دغه زیارت دوو مسلمانو صوفیانو حضرت خدمت علي شاه او حضرت عظمت علي شاه ته منسوب دی.

که څه هم زیارت د سیکانو په سیمه او زیارت کوونکي یې هم ټول سیکان دي، خو بیا یې هم په زیارت کې د مسلمانانو دود دستور خوندي ساتلی دی.

Image caption دغه زیارت په ۱۷مه زیږدیزه پېړۍ کې جوړ شوی دی.

د زیارت پر ودانۍ جنډې ځړول شوي چې په ځینو یې ستوري او پر یو شمېر خو یې د قران کریم ایتونه لیکل شوي، خو زیارت کوونکي یې له یوې مخې سیکان دي.

په زیارت کې هره چارشنبه مېله جوړېږي چې قوالي، کلتوري پروګرامونه، صوفیانه کلامونه او همدارنګه خوراکونه لري.

دغه زیارت پخوانی دی، ځايي خلک وايي، د شاه جهان مغول په وخت کې جوړ شوی دی.

د دوی په وینا زیارت د ۱۶۴۰ او ۱۶۷۰ کلونو تر منځ جوړ شوی دی.

Image caption په زیارت کې لا تر اوسه د مسلمانانو دود دستور خوندي ساتل شوی دی.

وايي په دې ځای کې د شاه جهان دمه ځای و چې کله ناکله به پکې اوسېده.

دا چې یاد صوفیان له کومه دغې سیمې ته راغلي، په اړه یې څوک معلومات نه لري. ځايي سیکان وايي، اویا کاله وړاندې دا زیارت په بد حالت کې و. کله مسلمانان له دې ځایه پاکستان ته واوښتل، نو ځايي سیکانو په چندو بیا ورغاوه.

Image caption زیارت کې هر چارشنبه مېلهجوړېږي.

د دوی په خبره، کله چې د دواړو هېوادونو پر پوله اغزن تارونه ولګېدل، زیارت ته له پولې د پورې غاړې مسلمانانو تګ راتګ کم شو.

د زیارت د کارګرانو مشر وراثت سینګ وايي، باورونه پخپل ځان کې پخېږي، موږ سیکان یوو، ګردواره کوو، خو پر دغو صوفیانو زموږ باور دومره دی چې هېواد یې ووېشه، خو زموږ عقیده پر خپل حال پاتې شوه.

Image caption د زیارت د کارکوونکو مشر وايي، پر دغو صوفیانو ډېر باور لري.

اړونده مطالب

ورته مطالب