"په سرپل کې طالبانو او داعش لاس سره یو کړی"

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق FB
Image caption میرزا اولنګ کلی.

امریکايۍ ورځپاڼه نیویارک ټایمز د سرپل ولایت د میرزا اولنګ سیمې په اړه د ځايي چارواکو په حواله لیکي، په دغه سیمه کې یو ځايي قوماندان شیر محمد غضنفر چې وايي د اسلامي دولت ډلې پورې تړاو لري د یادې شوې سیمې د نیولو لپاره له طالبانو سره لاس یو کړی.

ورځپاڼه زیاتوي همدې وسله والو ملکي وګړي او ځايي ملیشې او ملکي وګړي ایسار کړي او د هغوی د تیښتې مخه یې نیولې ده.

نیویارک ټایمز د صیاد د ولسوال شریف امینیار په حواله لیکي، د وسله والو په دغه برید کې پنځوس تنه وژل شوي چې اتلس یې سیمه ییز پولیس او پاتې نور یې ملکي وګړي دي.

ده ویلي د طالبانو مشري ملا نادر کوله.

نیویارک ټایمز لیکي چې د اسلامي دولت ډلې په اړه ځايي استخباراتي او امنیتي چارواکي شک څرګندوي چې په افغانستان کې د دغې ډلې په نامه جنګیدونکي وسله وال به په رښتیا هم په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت ډلې له مشرتابه سره اړیکي ولري او که دا هم طالبان او یا نور وسله وال دي چې په یوه نوم جګړه کوي.

واشنګټن پوسټ:

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر ټرمپ له ایران سره تړون تر ټولو بد تړون بولي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د ایران د اتومي پروګرام په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دریځ په اړه یوه مطلب کې لیکي چې ښايي ټرمپ د دغې لانجې په اړه داسې یو څه وکړي لکه چې وايي نه سیخ وسوځي نه کباب.

د مطلب لیکوال وايي د دې هم وړاندوینه نه شي کیدای چې که د امریکا ولسمشر دغه تړون رد کړي نو د ایران غبرګون به څه وي او بل دا چې دا ډول یو ګام له اروپايي ملګرو، روسیې او چین سره هم د شخړې لامل شي.

په مطلب کې وړاندې ویل شوي که د ټرمپ امنیتي همکاران د دا ډول یوې پریکړې مخه ونیسي نو ښايي دی هغه څه وکړي چې له کیوبا سره یې چې وکړل او هغه په پالیسیو کې لږ تر لږه بدلون دی او بیا به اعلان وکړي چې له ایران سره له ناوړه هوکړې یې لاس واخیست.

ګارډین:

د انځور حقوق Tasnim
Image caption د ایران د پارلمان غړي چې له موګریني سره انځور اخلي.

ګارډین برتانوۍ ورځپاڼه لیکي د ایران د پارلمان پر غړو د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو د مسوولې فیدریکا موګریني سره د دوی د چلند له امله نیوکې زیاتې شوې. میرمن موګرني ایران ته تللې وه چې د حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې برخه واخلي. د ایران د پارلمان یو شمیر غړو له هغې سره د سیلفي عکس اخیستلو هڅه کوله.

کله چې هغه د پارلمان ودانۍ ته ورغله نو د پارلمان یو شمېر غړي یې په شاوخوا را ټول شول او له هغې سره یې د عکس اخیستلو هڅه کوله.

ګارډین لیکي د خواله رسنیو یو زیات شمیر کارونو پر دغو غړو د دوی د چلند له امله نیوکې کړې دي.

ورځپاڼه وايي ډیرو په پارلمان کې د میرمن موګریني انځورونه خپاره کړي او د پارلمان د غړو پر دغه ډول چلند یې ملنډې وهلې دي.