بريتانيا کې د ترهګریزې توطيې مسول کسان څنګه ونیول شول؟

د انځور حقوق PA

د بریتانیا د برمینګهم په ښار کې د یو ستر ترهګریزه برید د پلانولو له امله څلورو کسانو ته سزا ورکړل شوه چې د پولیسو د یو لړ پټو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي وو.

د لندن په اولډ بیلې محکمې کې د نوید علي، خبېب حسین، محب الرحمان او طاهر عزیز محاکمه د تیرې لسیزې د ترهګریزو قضیو یوه ترټولو عجیبه- او یوه سخته لانجمنه قضیه وه.

د ۲۰۱۶ کال د اګست ۲۶ نیټه په دفترکې د کار یوه بله عادي ورځ انګېرل کېده.

وینسینټ په برمینګهم کې د هیرو کوریر شرکت مشر و. دغه شرکت د الوتکو د مساپرو ځنډېدلي کالي لېږدول. په ویبپاڼه کې یې لیکلي وو چې د سترو هوايي شرکتونو "سره کار کوي".

خو په حقیقت کې داسې نه وه. دا ټول شرکت یو جعلي او تش په نامه شرکت و.

د دې شرکت مدیر په حقیقت کې د پولیسو یو پټ مامور و چې د ویسټ میډلینډ د پولیسو د ځانګړې پروژې لپاره یې کار کاوه. د هیرو کوریر د شرکت اصلي کاروبار د جهادي ترهګرو نیول و.

د دغې جمعې پر ورځ باندې، وینسینټ د خپل یو همکار لپاره انتظار ایسته چې د استخباراتي ادارې، MI5 ،مامور و او غوښتل یې د یو شکمن سړي په موټر کې د غږ د ثبت یوه پټه وسیله نصب کړي.

خو د استخباراتو مامور د ظاهرا "تخنیکي عملیاتو" په ترڅ کې، په دغه موټر کې چې خاوند یې نوید علي و، وسلې وموندلې: یوه تمانچه، پایپي بم او یو غټ ساتور چې ورباندې د "کافر" ټکی کښل شوی و.

د انځور حقوق West Midlands Police
Image caption هغه ساتور چې د نوید علي په موټر کې موندل شوی و چې پر تیغ باندې یې د "کافر" ټکی کښل شوی و.

د ۲۰۱۶ په پیل کې، د ویسټ میډلینډ د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانکې چې ځانګړو پولیسو او د استخباراتو مامورینو په کې کار کاوه، نوید علي تر خپلې څارنې لاندې نیولی و.

نوید علي او خبېب حسین د برمینګهم د سپارکهیل په سیمه یو د بل ګاونډیان وو.

خو د پولیسو پلټونکو دوی ښه پېژندل.

دا دواړه کسان په تېروخت کې په پاکستان کې د القاعدې د روزنې کمپونو ته تللي وو او له دې امله بندیان شوي وو، او داسې معلومات وو چې د هغوي فکر نه دی بدل شوی.

د انځور حقوق West Midlands Police
Image caption خبېب حسین(کیڼ اړخ ته) او نوید علي یودبل ګاونډیان و

یوځلې بیا د چارواکو پام دوی ته اوښتی و.

د ښار په مرکز کې د هیرو کوریر شرکت د دفتر د سره رنګه ور ترشا، وینسینټ او همکارانو یې د هغوی څارنه کوله.

د هیرو کوریر شرکت څلور کاله پر کار بوخت وو. د شیانو د لېږدونې د یو ريښتیاني شرکت ټولې نښې نښانې یې درلودلې- وان موټرونه، دشرکت یو سمبول او د ښار په یوې معتبرې سیمې کې دفترونه.

خو دا ټول جعلي وو. دغه شرکت مشتریان نه درلودل- په ريښتیا یې کوم شیان نه لېږدول. تش په نامه یو شرکت و چې اصلي دنده یې د شکمنو کسانو څارل وو.

د شرکت په ویبپاڼه کې لیکل شوي وو "اجازه راکړۍ چې ستاسو هیرو اوسو! ". "همدا اوس موږ نوي کارکونکي په کارګومارو! ". دا داسې یوچل و چې هدف یې په لومه کې د جهادي ترهګرو راګیرول وو.

د انځور حقوق West Midlands Police
Image caption نوید علي هڅول شوی و چې خپل موټر د هیرو کوریر په شرکت کې چې د ترهګرۍ ضد پولیسو لخوا جوړ شوی و، پرېږدي

خبېب حسین او نوید علي د موقتي کار موندلو په لټه کې وو. که پولیس بریالي شوي وای چې دوی د هیرو کوریر په شرکت کې کارکولو ته وهڅوي، نو د دوی موټرو ته به یې لاسرسی درلودی او په کې به یې د ثبت پټ وسایل نصب کړي وای.

حسین لومړی کس و چې د پولیسو په لومه کې ولویده. دغه ۲۵ کلن سړي ته د هرې ورځې کار په بدل کې ۱۰۰ پونډه ورکول کېدل: ۴ سفره یې مانچسټر ته کول، ۳ یې لندن ته او ۲ یې د لیوټن سیمې ته.

د ۲۰۱۶ کال د اګست پر ۲۶مه، نوید علي دویم کس و چې پر کار وګومارل شو.

وینسینټ وکولای شول ۲۹ کلن نویدعلي قانع کړي چې کله لیوټن ته ځي نو خپل شخصي موټر د شرکت په ودانۍ کې پریږدي. کله چې دی بهر و، د MI5استخباراتي مامورینو غوښتل په موټر کې یې د ثبت پټ وسایل نصب کړي.‎

Image caption د هیرو کوریر شرکت په خپلې ویبپاڼې کې په ویاړ سره لیکلي و چې د سترو هوايي شرکتونو سره کار کوي

خو استخباراتي مامورینو یوڅه ځنډ وکړ- او وینسینټ اندېښمن و.

کله چې د استخباراتو مامورین راو رسېدل، غوښتل یې د غږ د ثبت یوه پټه وسیله په موټر کې نصب کړي او بیا وګوري چې موټر کې څه شیان شته.

دغه مهال د کوم جنایت د شواهدو د موندلو هیله نه کېده، خو مامورینو د موټرچلونکي ترڅوکۍ لاندې یوه رنګه کڅوړه ومونده چې د ورزشي شیانو دیو پلورنځي (JD Sports) نښه یې درلوده.

کله چې یې کڅوره پرانیسته، د قصابي یو لوی ساتور، یوه تمانچه، د چره یې توپک ګولۍ او یوه چاودیدونکې وسیله یا بم یې ومونده چې د یو نل یا پایپ څخه جوړشوی و.

د انځور حقوق West Midlands Police
Image caption د نوید علي په موټر کې یوه کڅوړه وموندل شوه چې وسلې پکې وې

د بشپړې حیرانتیا وړ وه

د استخباراتو یو بې نومه مامور د یوې پردې ترشا څخه په محکمې کې وویل: زه په ريښتیا وېرېدلی وم، څو شیبې وروسته مې ځان بېرته سم کړ او خپله امنیتي روزنه مې را په یاد کړه،"

د استخباراتو مامورین له سیمې ووتل او وینسینټ یې له وسلو سره یواځې پریښوده، د پوځ د بمونو د شنډولو ډلې ته یې انتظار ایسته.

نوید علي بالاخره د ورځې پر ۱۱:۴۵ د فلورنس کوڅې تحویل خانې ته راستون شو. د موټر په درولو سره، پولیسو د ترهګرۍ په تور ونیوه. علي هېڅ خبره ونکړه او چوپ پاتې شو.

څو ساعته وروسته خبېب حسین هم ونیول شو. همدا راز دوه نور کسان، محب الرحمان او طاهر عزیز، چې دواړه د سټوک له سیمې وو ونیول شول. کله چې عزیز نیول کېده، پولیسو د هغه د موټر د چلونکي د څوکۍ ترڅنګ د سامورای ډول یوه لویه توره ومونده.

د پوځ د بمونو د شنډولو ډله په فلورنس کوڅه کې وه- د چاودنې له ویرې سره سره، داسې ښکارېده چې دنده په ښه ډول ترسره شوې ده.

د پټو پولیسو د ډلې مشر، سایمن هوسې، وینسینټ او د هغه همکارانو ته د مبارکۍ پیغامونه واستول.

"تاسو او ستاسو ډلې نن خپله دنده ډېره ښه ترسره کړه. اپرین. همدا اوس له غونډې راووتم او ټول ډېر خوښ وو".

کله چې نورو مامورینو واورېدل چې داستخباراتو مامورین د خپل خوندیتوب په خاطر د بم له سیمې وتلي وو او وینسینټ هلته پاتې شوی و، او دا چې څنګه انډي ورسره مرسته کړې وه چې وسلې لیرې کړي، "د قهرمانۍ پیغانونه" هرې خواته استول کېدل. دا ټولې خبرې د محاکمې په ترڅ کې څرګندې شوې.

په یوه پیغام کې لیکل شوي وو: "د ښار د مرکز نیمه برخه مو تړلې وه ملګرو- بد حال و !"

په یو بل پیغام کې ویل شوي و، "ها ها، تاسو یو څاڅکی خولې هم نه وې کړې. په ریښتیا چې د وینسینټ څه یو ښه ټیم دی".

"د اېم ای فایف (MI5) استخباراتو یو مامور وویل "د باور وړ نه ده! د سلګونو خلکو ژوند ژغورل شوی. ځکه ټول خوښ دي".

"ملګرو زه د ځان لپاره د دې کار د ویاړ ادعا نه کوم- فکر وکړئ دغو کسانو د دغو شیانو سره څه کولای شول. کله چې بېرته ولاړو بیر دې پرما وي".

وینسینټ انډي ته وویل، "که زما د ټیلیفون کمرې کار کاوه نو ما به درته د شرابو د دوو تشو بوتلونو عکسونه درلېږلي وای... "

په پاې کې څرګنده شوه چې تومانچه اصلي نه وه- خو د نل څخه جوړشوی بم اصلي و، خو د چاودنې لپاره لا نه و چمتو. کمپیوټري معاینې وښوده چې په دې نل کې باروت وو او د نل په هره څوکه کې د چره یي ټوپک کارتوس ایښودل شوي و. که دا چاودیدونکې وسیله چمتو وای، د چاودنې وړتیا یې درلوده.

ټول څلور شکمن کسان د ترهګریزه عمل په چمتو کولو تورن شول- چې سزا یې عمري بند دی.

له دې جملې څخه یو کس له قضايي نظام سره له پخوا څخه اشنايي درلوده.

په ۲۰۱۱ کال کې، نوید علي او خبېب حسین په پټه له برمینګهم څخه وتلي و او د پاکستان په غرونو کې د القاعدې د روزنې کمپ ته تللي و. د دوې دا ارمان چې د مجاهدینو په اتلانو به بدلیږي په یو بشپړ مصیبت باندې بدل شو.

په داسې حال کې چې په غرنیزه کمپ کې د دوی د موبایل ټیلیفونونو بیټرۍ او د ټیلیفونې شبکې اړیکې نژدې وې چې کمزورې شي، خپلو میندو ته یې ټیلیفون کړی و.

د هغوی حیرانو شویو او غوسه شویو کورنیو پاکستان کې د یو خپلوان په مرسته هغوې وموندل او په الوتکه کې یې بېرته بریتانیا ته را ولیږل. کله چې راورسېدل، په نیغه د ویست میډلینډ پولیسو دفتر ته ورغلل.

وروسته علي او حسین د ترهګریزه عمل د چمتو کولو په تور محکوم شول.

خو کله چې دا دواړه په ۲۰۱۳ کې له زندانه راووتل، بدلون په کې نه و راغلی.

کله چې هغوی د لندن په جنوب ختیځ کې د بالمارش په زندان کې وه، چې د هېواد یو ډېر خوندي زندان دی، هلته یې له محب الرحمان سره وکتل.

هغه ترهګرۍ ته د ګټورو توکو د درلودلو په جرم بندي شوی و، د یو ناکامه بمي برید په توطیې کې یې ګډون درلود چې غوښتل یې د لندن د اسعارو د تبادلې په بازار کې چاودنه وکړي.

رحمان وروسته خپل د برمینګهم نوي دوستان څلورم کس، طاهر عزیز، ته ور وپېژندل، چې د هیرو کوریر شرکت په قضیې کې محاکمه شول.

علي دوه ځلې بندي شو ځکه چې د خوشې کېدو د اجازې له بندیز نه یې سرغړونه کړې وه او نورو کسانو سره یې اړیکي جوړې کړې وې چې له امنیتي پلوه ګواښ بلل کېدل. علي بالاخره د ۲۰۱۵ په مارچ کې د تل لپاره له بنده خوشې شو- او د امنیتي چارواکو ترڅارنې لاندې و.

د ۲۰۱۶ د پسرلي په وروستیو کې، پلټونکو دا نتیجه واخیسته چې علي، حسین او رحمان ته باید لومړیتوب ورکړل شي. د هغوې چلند عجیب و او داسې ښکاریده چې هڅه کوي له څارنې څخه ډډه وکړي.

د تېر کال د می په ۲۶مه، حسین له رحمان او علي سره وکتل او درې واړه د برمینګهم په یوه سیمه کې چې ګڼ مسلمانان په کې اوسېدل د سمال هیت په نامه یو رسټورانټ ته ورغلل. لیدل شوي وو چې درې واړو کسانو خپل موبایل ټیلیفونونه خاموشه کړي او لیرې کړې و.

په یو بل وخت کې، حسین لیدل شوی و چې په یوځای کې ناست و او خبرې یې کولې خو خپل موبایل ټیلیفون یوڅه لیرې تر یوې ونې لاندې ایښی و.

د انځور حقوق West Midlands Police
Image caption برمینګهم کې د نوید علي، خبېب حسین او محب الرحمان هغه تصویرونه چې د پولیسو پټې کمرې ثبت کړي و

د اګست په لومړیو کې درې اصلي شکمن په برمینګهم کې راټول شوي وو. کله چې په یو جهیل کې په بیړۍ کې سپاره وو، خپل موبایل ټیلیفونونه یې لیرې کړي وو.

رحمان محکمې ته وویل چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې یې یو ځلې د "راب" په نامه د اېم ای فایف (MI5) استخباراتي ادارې یو کارکوونکي سره تماس نیولی و، هغه څوځله هڅه کړې وه چې دی د یو جاسوس په توګه وګوماري.

رحمان وویل امنیتي ادارې له علي او حسین سره دلچسپې درلوده او ده ته ۲۰۰ پونډه نقدې پیسې د تشویق په توګه ورکړل شوې وې چې له هغوی سره کار وکړي. له علي سره هم په جلا توګه تماس نیول شوی و، خو نه و بریالی شوی.

رحمان ادعا وکړه چې په وار وار یې خپل موبایل ټیلیفون له دې امله له ځانه لیرې کړی وو چې غوښتل يې د دغسې "ځورونو" په هکله له خپلو ملګرو سره وغږېږي.

څارنوال استدلال کاوه چې دا بې معنا خبره ده. دا داسې یو کار و چې غوښتل یې پلټونکي ونشي کولای پوه شي چې هغوی په ريښتیا د څه شي په هکله غږېږي- د یو برید پلان یې جوړاوه چې محکمې واورېده، او د هغوې د ټولنیزو رسنیو څخه څرګند و.

منصفه هیات واوریده چې دغو کسانو په مکرر ډول په اسلامي نړۍ کې د تاوتریخوالي او له لوېدیځ څخه د کرکې په اړه محتویات شریک کړي وو. هغوی هغه کسان ستایل چې بهرنیو جګړو کې یې ظاهرا یې د الله په خاطر ځانونه قرباني کړي وو. نوید علي د یهودانو او عیسویانو په اړه [ په ټولنیزو رسنیو کې] د کرکې او نفرت پیغامونه خپرول.

د ۲۰۱۶ کال په جولای کې د فرانسې د نیس په ښار کې پر ګڼو خلکو باندې د لارۍ موټر د وژونکي برید یوه ورځ وروسته، حسین له نورو خلکو وغوښتل چې "له اروپا سره د بشپړې جګړې" لپاره ځان چمتو کړي.

عزیز، چې تردې مهاله د پلان جوړولو ادعا شویو غونډو کې نه و څرګند شوی، [په ټولنیزو رسنیو کې] خپلې دا تبصرې خپرولې چې مخفي پولیس باید څرنګه د " دوزخ په اورکې وسوځي".

د انځور حقوق AFP
Image caption د نیس له بریده وروسته جهادیانو د بشپړې جګړې خبرې کولې

کله کله، دغو توطیه ګرو، د خپلو ناکافي مهارتونو په هکله ټوکې کولې. علي د هغې بې ګټې افراطي کرکټر په توګه ګڼل کېده چې د څلورو زمریانو په نامه فلم کې یې کار کړی و، چې د جهادي ترهګرۍ په اړه یو غمجن طنز و.

حسین، رحمان ته وویل چې ترکومه حده به دی د ده لپاره قرباني ورکړي.

"ګرانه وروره، د جګړې پر مهال به زه ستا لپاره د ګولۍ مخې ته ودرېږم".

وروسته د اګست په ۱۱مه، حسین، علي ته په خپل پیغام کې ولیکل او ورته وې ویل چې "یوه نوې ډله جوړه کړي... یواځې زه، ته او محب".

د ټیلیګرام اپ په شفري پیغامونو کې یې دا ډله د درې تورزنو جنګیالیو (Three Musketeers) ډلې په نامه بللې وه، د ۱۹۹۳ کال د ډیزني فلم د دغو کرکټرونو له کارتونونو سره.

د دې جنګیالیو ترمنځ خبرې ډېرې جدې وې. هغوی د جنت په هکله او د دې نظريې په اړه غږېدل چې څرنګه خپله ګناه پاکه کړي په داسې حال کې چې ډېر څه نه کول او نورو "قربانۍ" ورکولې.

د تېر کال د اګست په منځنیو ورځو کې، دا درې کسان سره سلا شول چې د سټوک په سیمه کې د رحمان کور ته لاړ شي او هلته شپه تېره کړي. رحمان دوو نورو جنګیالیو ته پیغام ولېږه او ورته وې ویل چې خپل موبایل ټیلیفونونه دې نه راوړي، او د هغو نورو موبایل ټیلیفونونه څخه دې کار واخلې چې د اینټرنیټ له لارې یې له اي بې (eBay) څخه پېرودلي دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د دغو کسانو څخه یو یې له المهاجرون ډلې سره اړیکې درلودلې، هغه ډله چې مشر یې انجم چودري و چې د کرکجنو وعظونو له امله بندي شوی

حسین، علي ته پیغام ورکړ چې په ټیلیفون کې د ې شفري بڼه ("Encryption Mode") وکاروي. د محاکمې په ترڅ کې ورڅخه پوښتنه وشوه چې ولې، هغه وویل د دې لپاره چې د اورګاډي د ټکټونو په اړه وغږېږي. دواړو کسانو موټر درلودل، چې په کورکې یې پرېښي و.

کله چې د سټوک سیمې ته ورسېدل، د شپې له یوې بجې وروسته یې طاهرعزیز ته زنګ وواهه. په محاکمې کې تورنو کسانو وویل ځکه چې غوښتل یې د ده د یخچال د کتلو یو ملاقات فسخ کړي. خو څارنوال وویل هغوی د شپې په وروستیو کې پرېکړه وکړه چې دی هم په پلان کې شامل کړي- او د راتلونکې ورځې دغونډې لپاره چمتو شي.

لنډ مهال وروسته، شواهدو وښودل چې دغو درې کسانو په اېنټرنېټ کې هغه مستند فلم لټوه چې د ۲۰۰۶ کال د یوې ناکامې توطیې په اړه و چې غوښتل یې د مایع بمونو په مرسته الوتکه را وغورځوي.

یوه ورځ وروسته، ټول څلور کسان په یو پارک کې راټول شول- خو اوس له نژدې څارل کېدل. علي په وار وار شاوخوا کتل او وروسته پاتې کېده، داسې ښکارېده لکه چې هڅه کوي د څارونکو پولیسو پټه ډله پیدا کړي.

څارنوالانو وویل، درې ورځې وروسته- او له نیول کېدو دوه ورځې وړاندې- نورو ته د رحمان لخوا یو پیغام کې د هغوی ټولیز فکر په لنډ ډول بیان شو.

رحمان خپلوملګرو ته وویل، "زه ځان ډېر ګناهکاره احساسوم. زه ان د خپلو لوبو د ماشین، PS4، په اندازه یوه وړه قربانې هم نشم ورکولای".

هغه له خپلو ملګروسره د یو افراطي مولا(وعظ کونکي) یو کلیپ شریک کړ چې د جهاد نه کولو د "سپکاوي" په اړه غږېده.

"موږ څه کوو، وروڼو؟ دلته ناست یوو، کار کوو، او همدومره،". "نور هېڅ نشته- موږ تشې خبرې کوو. موږ باید یوڅه وکړو".

له تورنو کسانو پرته نور څوک نه پوهېږي چې وروسته څه پېښ شول. څارنوالانو ویلي، د ۲۰۱۶ کال د اګست په وروستیو ورځو کې، د وسلو په اړه وروستۍ پرېکړه شوې وه، خو احتمالا د هدف په اړه لا پرېکړه نه وه شوې.

عزیز د سټوک په سیمه کې په خپل موټر کې یوه توره کېښوده، اوعلي په برمینګهم کې په خپل موټرکې د وسلو ډکه یوه کڅوړه کېښوده.

خو هېچا دوی د دې کارونو د کولو پرمهال نه وو لیدلي.

په حقیقت کې، د استخباراتو هېڅ یو مامور د ورزشي شیانو د پلورنځي (JD Sports) هغه رنګه کڅوړه نه وه لیدلې چې وسلې په کې وې. د پولیسو مامورینو د پټو کمرو هغه فلمونه لیدلی وو چې حسین د ورزشي شیانو پلورنځي ته ننوتلی و- خو د راوتلو پرمهال ورسره دغه ځانګړې کڅوړه نه وه.

د انځور حقوق West Midlands Police
Image caption د پټې کمرې فلم ښيي چې حسین د JD Sportsپلورنځي ته ورننوځي او ترې بیرته راوځي

د محاکمې په ترڅ کې، د نوید علي مدافع وکیل، سټیفن کاملیش، وویل په هغو شواهدوکې چې تورن کسان له وسلوسره تړي یوه مهمه تشه موجوده ده. او هغه وویل که داسې څه نه وي چې یو کس ته له وسلوسره تړاو ورکړي، کاملا روښانه ده چې څه پیښ شوي دي- د تورنو پرضد جعلي شواهد جوړشوي دي.

ادعا شوې چې وینسینټ کافي وخت درلوده چې د هیرو کوریر په شرکت کې د تورن کس په موټر کې ساختګي شواهد نصب کړي- او تر نیولو وروسته یې هم کافي وخت درلوده چې خپل یادښتونه چمتو کړي. ښاغلي کاملیش په وار وار منصفه هیات ته وویل داسې ښکاري چې د پولیسو د مامور یادښتونه په یو وار په یو واحد قلم باندې لیکل شویدي.

انډي، چې د عملیاتو له پاې او د محاکمې ترمنځ وخت کې یې تقاعد کړی و، وینسینټ ته د ملاتړ پیغامونه لیږلي وه.

"ته پرخپل فکر باندې ځواکمن یې- نه له پيښو بهر،". "پدې باندې وپوهیږه او قوت به دې په برخه شي. مارکس اوریلیوس".

وینسینټ په ځواب کې ورته لیکلي، "مارکس اوریلیوس به هغوی د زمریانو خوراک کړي وای".

هغه نژدې دوه اوونۍ په شاهدي ورکولو تیرې کړې، چې ډېر زیات وخت دی. دا بهیر په وار وار له ځنډ سره مخ شو ځکه چې ښاغلي کاملیش غوښتنه کوله چې د وینسینټ د سابقې او نوروسره د هغه د خبرو اترو په اړه دې نور معلومات ورکړل شي.

هغه په زیاتېدونکي ډول د دې تورونو له امله په غوسه و چې ویل یې دی فاسد دی.

خو کله چې موضوع جدي شوه، نوید علي د شاهدي ورکولو میز ته له تلو څخه او له خپل ځانه دفاع کولو ډډه وکړه.

Image caption تورن کسان په محکمې کې: له کیڼې خوا څخه- نوید علي، خبېب حسین، محب الرحمان او طاهر عزیز

هلته د شواهدو یوه مهمه ټوټه موجوده وه

د وسلو د کڅوړې دننه د سرښ لرونکي ټیپ یوه کړۍ موجوده وه چې د جعلي تومانچې د کارتوسو جاغور د تړلو لپاره کارول شوی و.

دا ټیپ د محاکمې په ترڅ کې د دویم ځل لپاره د ډي اېن اې (DNA) معاینې لپاره لېږل شوی و د عدلي طب ساینسپوهانو د خبېب حسین او د هغه د خور د ډي اېن اې (DNA) یوه برخه په کې موندلې وه.

څارنوال وویل چې د سرښ لرونکي تیپ کړۍ باید د حسین له کوره راغلې وي.

شواهد روښانه و، هغوی منصفه هیات ته وویل چې حسین د وسلو د بېلابېلوبرخو په یوځای کولو کې مهم رول لوبولی.

حسین د نلونو د نصب کولو کورس لوستی و او پوهېده چې د نلونو دواړه خواوو سوریان څرنګه بند کړي، د هغه بمي وسیلې په شان چې په موټرکې موندل شوي وه.

د ترهګرو دا توطیه چې د پولیسو په منځ کې د پیسیج عملیاتو (Operation Pesage) په نامه یادېده، د ۱۸ بریدونو له توطیو څخه یوه وه چې په تېرو څلورو کلونو کې شنډې شوي دي.

د نورو توطیو په څېر، په دې کې هم د ډېرو نژدې ملګرو یوې ډلې برخه درلوده چې یو بل یې هڅول چې ځینې ډېرې ساده وسلې راواخلي او وګوري چې څه کولای شي.

خو د توطیو د کشفولو لپاره ډېرو پېچلو او پرمختللو عملیاتو ته اړتیا وه، چې په کې د مخفي جعلي کاروبار او سوداګري اود ډي اېن اې (DNA) پرمختللې ټکنالوژۍ څخه کار اخیستل کېده، چې منصفه هیات ته قناعت ورکړي چې نوید علي او ملګري یې تش کوڅه ګرده کسان نه وو بلکې داسې جهادیان وو چې کولای یې شول د بریتانیا په کوڅو کې خلکو ته جدي زیان ورسوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب