د پاکستان لاهور کې چاودنې ۲۶ کسان ژوبل کړل

د انځور حقوق .
Image caption د پېښې ځای کلابند شوی دی.

د پاکستان د پنجاب ایالت لاهور ښار کې د سې شنبې په شپه د مېوې لارۍ کې د چاودنې له امله ۲۶ کسان ژوبل شول.

د پاکستان ځايي رسنیو د ټپیانو شمېر ۴۵ ښودلی دی.

ډېر ټپیان هغه کسان دي چې له ټرک سره نږدې ولاړ یا هم پر لار روان وو.

ډېر ټپیان له لومړنیو طبي مرستو وروسته رخصت کړل شوي، خو سخت ټپیان لا هم نږدې روغتونونو کې بستر دي.

* د لاهور په یوه مارکیټ کې چاودنه

* کابل کې' هلاک ' او لاهور کې ' شهیدان'

د څلورو کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

لاهور کې د پولیسو مشر اطهر اسماعیل بي بي سي ته ویلي، چاودنه ټرک(لارۍ) کې د باروتو له امله شوې ده.

"د چاودنې ځای کې د پنځو فوټو په اندازه ځای ژور شوی دی او دا ښيي چې باروت په ټرک کې و".

نوموړی وايي، د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي خو لومړنۍ موندنې هم ښيي چې دا ټرک د وراني لپاره کارول شوی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پېښې ځای کې موټرو ته هم زیان اوښتی.

د لاهور کمېشنر عبدالله سنبل هم له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي د چاودنې ځای د پخواني لومړي وزیر نواز شریف د یکشنبې ورځې د موټرو د کاروان لار ته ډېر نږدې دی.

نواز شریف د لومړني پلان له مخې د یکشنبې په ورځ له اسلام اباد د لاهور په لور د موټرو کاروان کې تلو، خو اوس هغه خپل پروګرام بدل کړی او د نوي پلان له مخې د چهارشنبې په ورځ د اسلام اباد له عمومي سړک لاهور ته ځي.

عبدالله سنبل وايي، د پېښې ځای د نواز شریف د موټرو د کاروان له نوې لار سره که ډېر نږدې نه دی، ډېر لرې هم نه دی.

د هغه په خبره، له لومړنیو معلوماتو داسې برېښي چې ټرک هلته درول شوی و، خو دا پته لګول پکار دي چې تر څومره وخت دا ټرک درول شوی و.