بلک واټر د افغان حکومت له مخالفو وسلوالو سره د جګړې پلان ډاګیز کړ

فایننشل ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images

برتانوۍ ورځپاڼه فایننشل ټایمز په یوه راپور کې لیکي چې د خصوصي امنیتي کمپنۍ بلک واټر بنسټګر اریک پرنس د افغانستان لپاره د یوه غیر دولتي پوځي ځواک د جوړولو وړاندیز کړی.

ده یو دوه کلن پروګرام وړاندې کړی چې له مخې به یې د افغانستان په جګړه کې څه کم پنځه زره سرتیري او څه کم سل الوتکې د افغان حکومت له وسله والو مخالفینو سره په جګړه کې کارول کېږي.

د ده د وړاندیز له مخې په دې سره به په افغان جګړه کې د امریکا کلنی لګښت له لس ملیاردو ډالرو هم کم وي.

فایننشیل ټایمز لیکي د دغو اسنادو یوه برخه دوی هم تر لاسه کړې چې د روانې اګست میاشتې تاریخ پرې کښل شوی دی.

اریک پرنس فایننشیل ټایمز ته ویلي امریکا په افغانستان کې ډیر پيسې لګوي، خو ګټه نه رسوي ځکه غلا کیږي او یوه برخه یې د طالبانو لاس ته رسیږي.

دی وايي تیار دی په دې برخه کې د امریکا له حکومت سره قرار داد وکړي او د جګړې لګښت راکم کړي.

ورځپاڼه زیاتوي اریک پرنس د خپل دغه وړاندیز په اړه څو ځله د سپینې ماڼۍ له چارواکو سره خبرې کړې دي.

بلک واټر هغه خصوصي امنیتي امریکايي کمپنۍ ده چې د عراق او افغانستان په جګړه کې یې امریکايي سرتیرو ته د پوځي ملاتړ لپاره د څه باندې دوه ملیارده ډالرو قرار داد تر لاسه کړی و.

یو اېس اې ټوډې:

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکايي ځواکونه د تمرین پر مهال.

یو ایس اې ټوډې خپله سرمقاله د افغانستان په اړه د امریکا نوې کړنلارې ته ځانګړې کړې او لیکې چې په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونه ستراتیژۍ ته اړتیا لري.

ورځپاڼه زیاتوي د جګړې د ډګر سرتیري په دې برخه کې له خپل لوی قوماندانه ځواب غواړي. ورځپاڼه زیاتوي د افغان او امریکايي ځواکونو قربانیو ته په کتو - او دا چې د جګړې په وړاندې ډیر خنډونه پراته او افغانستان د ترهګرو لپاره په خوندي ځای بدلیږي- پکار ده چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ پریکړه وکړي چې بل ګام به څه وي.

د ورځپاڼې په وینا اوس په دې برخه کې له نادولتي سرتیرو نیولې او له افغانستان د ځواکونو د ویستلو په ګډون بیلابیلې لارې چارې تر غور لاندې دي.

ورځپاڼه وايي هغه سرتیري چې په افغانستان کې خدمت کوي حق لري پوه شي چې د څه لپاره جګړه کوي او بله دا چې د دوی دنده باید معلومه وي.

ډان:

د انځور حقوق AFP
Image caption پاکستاني ځواکونه په خیر یو عملیاتو کې.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په یوه راپور کې وايی د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند د کونړ والي هغه څرګندونې رد کړې چې وايي د خیبر پوځي عملیاتو په پایله کې وسله وال د افغانستان لوري ته اوښتي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دغه ډول څرګندونې د هغې روحیې مخالفې دي چې د دواړو هېوادونو د مشرتابه په کچه رامنځته شوې ده.

ورځپاڼه د بهرنیو چارو وزارت د بیانې په حواله لیکي دواړه هېوادونه په دې هم نظره دي چې د ګډ کار او همکارۍ له لارې به د ترهګرۍ ګواښونه له منځه وړي.