د عکسونو البوم: په اروپا کې د ګرمۍ څپې

نوې څېړنه وايي، د روانې پېړۍ تر پایه اقلیمي بدلون به په اروپا کې د کال یو لک پنځوس زره کسان وژني.

پوهان وايي، له اقلیمي بدلون رامنځ ته شوی حالت به تر ۲۱۰۰ کال پورې په دریو کې د دوه برخې اروپایانو ژوند اغېزمن کړي.

د اروپا ډېره سوېلي برخه دمګړۍ د ګرمي له سختې څپې سره مخ ده چې په تېرو لسو کلونو کې یې ساری لیدل شوی نه دی.

په ځینې سیمو کې د تودوخي لوړه درجه ۴۵ سانتي ګراد ته رسېدلې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د البانیا لر او بر کې ځنګل اور اخیستی، ځکه ګرمي ۴۰ درجې سانتي ګراد ته پورته او خپل اوج ته رسېدلې ده.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایټالیا کې تودوخه له ۴۰ سانتي ګراد درجې لوړه ده، سیلانیان په روم کې بوتلونه له اوبو ډکوي.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ایټالیا کې د بېړنیو چارو اداره پر خپلو وګړو او سیلانیانو د اوبو بوتلونه وېشي.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption له ۴۰ سانتي ګراد ډېره تودوحه کې یو سیلاني په چترۍ سره د لمر له وړانګو ځان ساتي.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption سیلانیان چینه کې د بوتلونو ډکولو لپاره کتار ولاړ دي.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ښار د ښکلي کولو اوبو کې د یو ماشوم لامبو.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption چورلکې د اور پېزوانولو یا مهارولو لپاره اوبه شندي.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا قطبي خوګ له ډېرې ګرمۍ یخ ته پنا وړې ده.
د انځور حقوق Getty Images
د انځور حقوق Getty Images
د انځور حقوق Getty Images