فرانسه کې پر پوځيانو خېژول شوی موټر لټول کېږي

د انځور حقوق Reuters
Image caption پېښه د پاریس شمال لوېدیځ لوولووا پره سیمه کې شوې

د فرانسې پولیس وايي، د پاریس ښار یوه څنډه کې د سرتېرو پر یوې ډلې موټر خېژول شوی او شپږ کسان یې ټپیان کړي دي. پولیس د موټر او چلوونکي موندلو په لټه کې دي.

دا پېښه د پاریس ښار شمال لوېدیځ لوولووا پره سیمه کې شوې چې د دوو ټپي شویو سرتېرو روغتیايي وضعیت ناوړه ښودل شوی.

پولیسو په سیمه کې د موټر او چلوونکي د موندلو عملیات هم پيل کړي. پولیس وايي، ګاډی بي ایم ډبلیو ډوله و.

د سیمې ښاروال پاټریک بالکني ویلي، دا کار 'له شک پرته' په لوی لاس شوی.

فرانسه د ۲۰۱۵ کال له نومبر میاشتې راهیسې له بېړني حالت سره مخامخ ده.

اولاند: د پاریس د برید په تړاو کسان نیول شوي

پاریس کې بیا برید، یو بل پولیس افسر وژل شوی

فرانسه کې بریدګر د سرتېري په ډزو له پښو غورځول شوی

په وروستیو کې پر فرانسوي سرتېرو د بریدونو ځینې پېښې رامنځ ته شوې دي.

د پاریس پر امنیتي سرتېرو وروستي بریدونه

د انځور حقوق Reuters
Image caption پولیس وايي، ګاډی بي ایم ډبلیو ډوله و
  • تېره شنبې، یوه زلمي سړي ایفل څلي ته پر لار د سرتېري د وهلو هڅه وکړه او د الله اکبر چیغې یې وهلې. یوې سرچینې ویلي، بریدګر پلټونکو ته ویلي، غوښتل یې یو سرتېری ووژني.
  • په تېره جون میاشتکې، پولیسو یو سړی وروسته تر هغه وواژه چې پاریس کې یې پر یوه افسر برید وکړ
  • په تېره اپریل میاشت کې، یوه بریدګر یو پولیس وواژه. وروسته بریدګر چې کریم شرفي نومېده هم د امنیتي کسانو په ډزو ووژل شو
  • په تېره فبرورۍ میاشت کې، یوه سړي په یوې اوږدې چړې د پاریس لوور موزیم کې پر ګزمه کوونکو سرتېرو برید وکړ
د انځور حقوق Reuters
Image caption د سیمې ښاروال پاټریک بالکني ویلي، دا کار 'له شک پرته' په لوی لاس شوی.

اړونده مطالب

ورته مطالب