ولې هندۍ ټولنه کې توندلاري کله نا کله سر را پورته کوي؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ولې هندۍ ټولنه کې توندلاري کله نا کله سر را پورته کوي؟

هند کې د هندو توندلارو د هڅېدنې په تړاو اندېښنې هغه مهال ډېرې شوې چې د نرېندرا مودي په مشرۍ هندو ملتپال بي. جي. پي. يا بهارتيا جنتا گوند واک ته ورسېد.

کارپوهان په دې باور دي چې بي. جي. پي. د سېکولر کانگرس گوند له لاسه د واک راېستلو لپاره اړ و چې بېل ډول دريځ خپل کړي او له دې امله يې ملتپالو شعارونو ته يې مخه کړه.

زموږ همکار یما بارز له هندي ژورنالست او لیکوال ثناالله یوسفزي سره خبرې کړي.