ګوام کې د امريکا پوځي تمرينونه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ګوام کې د امريکا پوځي تمرينونه

د امريکا او شمالي کوريا ترمنځ ترينګلتيا کې هېڅ د سړېدو نښې نښانې نه ليدل کېږي. پيونګ يانګ يوه نوې اعلاميه خپره کړې او ولسمشر ټرمپ یې په کې، بې عقل بللی دی. اعلاميه کې د شمالي کوريا دې ګواښ په اړه نور جزئيات هم ورکړل شوي، چې ارام سمندر کې به د امريکا پوځي اډې پر لور توغندي وروویلي. خو دې ته يې هم اشاره کړې، دا پلان لا بايد د شمالي کوريا د مشر له لوري لاسليک شي او امريکا هم خبرداری ورکړی، چې د پيونګیانګ کړه وړه يې ښايي د رژيم د پای په معنا وي.