ایا هند کې د مسلمانانو پر وړاندې زغم کم شوی؟

په دې وروستیو کې د نه زغم لوري ته د هندي ټولنې د خوځېدو په تړاو اندېښنې پورته شوي د انځور حقوق Getty Images
Image caption په دې وروستیو کې د نه زغم لوري ته د هندي ټولنې د خوځېدو په تړاو اندېښنې پورته شوي

هند يوه تر ټولو گڼ مذهبه ټولنه ده، او د نړۍ تر ټولو ستره ډېموکراسي هم بلل کېږي. روڼ اندي او لوستي هنديان پر خپل دنيا وال او يا مذهب نه ولاړ سياسي نظام وياړي.

سره له دې چې د بېلابېلو مذهبونو د لارويانو ترمنځ د خونړي تاوتريخوالي بېلگې تر سترگو شوي، خو په ټوله کې هندۍ ټولنې ته له مذهبي پلوه له زغم ډکې هغې په سترگه کتل کېږي.

د دې زغم رڼه بېلگه راته د ممبي په هوايي ډگر کې هندوانو، مسلمانانو او د نورو دينونو د لارويانو لپاره څنگ په څنگ برابر شوي عبادت ځايونه و چې په کې د هر مذهب وگړي په خپله بڼه د خپل خالق عبادت کاوه.

د نه زغم اندېښنې

خو اوس د نه زغم لوري ته د هندي ټولنې د خوځېدو په تړاو اندېښنې پورته شوي او په دې تړاو د هند هنر، سياست او ادب د ډگرونو اوڅارو څېرو هم خپل غږونه پورته کړي.

د هند مرستيال ولسمشر حامد انصاري چې د دندې پنځه کلنه موده يې نن پاى مومي هم په دغه هېواد کې د اسلام ضد احساساتو د ډېرېدو خبره وکړه، چې د هند يوۀ مرستيال ولسمشر لپاره دغه راز څرگندونې ډېرې ناوياتې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کله چې د مودي په مشرۍ د بي. جي. پي ګوند واک ته ورسېد، هندو توندلارو په يو لړ تاوتريخجنو کړنو لاس پورې کړ.

په دغه هېواد کې د هندو توندلارو د هڅېدنې په تړاو اندېښنې هغه مهال ډېرې شوې چې د نرېندرا مودي په مشرۍ هندو ملتپال بي. جي. پي. يا بهارتيا جنتا گوند واک ته ورسېد.

کارپوهان په دې باور دي چې بي. جي. پي. د سېکولر کانگرس گوند له لاسه د واک راېستلو لپاره اړ و چې بېل ډول دريځ خپل کړي او له دې امله يې ملتپالو شعارونو ته يې مخه کړه.

تاوتریخجنې کړنې

د بي. جي. پي واک ته له رسېدو سره هندو توندلارو په يو لړ تاوتريخجنو کړنو لاس پورې کړ.

د بېلگې په توگه د غوا "چې هندوان يې سپېڅلى څاروى بولي" پاسوالۍ خپلسرې ډلې جوړې کړې او د بشري حقونو د ډلو په وينا په وروستيو څو کلونو کې يې لږ تر لږه لس مسلمانان په دې تور وژلي چې گواکې د غوا غوښه يې خوړلې.

د هند وتلو فلمي لوبغاړو لکه شاه رخ خان او عامر خان هم په هندي ټولنه کې د نه زغم د ډېرېدو په تړاو اندېښنې څرگندې کړي.

خو هندى ژورناليست او ليکوال ثناالله يوسفزى سره له دې چې روان حالت هند لپاره زيان اړونکى بولي وايي دا د يوې ډېرې کوچنۍ ډلې کار دى چې ډېرى هندوان يې مخالف دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د عامر خان په پي کی فلم هم ډېرې نیوکې شوې وې

ښاغلي يوسفزي په دې اند دى "د هند ٩٥ سلنه هندوان ډېر معقول خلک دي، کله چې پاکستان جوړ شو او مسلمانانو خپله برخه واخيسته نو دلته هم داسې نظر و چې گواکې هند کې دې هم ورته کار وشي، خو دوى سيکولر نظام غوره کړ."

ښاغلى يوسفزى د روان حالت يو لامل دا بولي چې په هند کې د سېکولر اساسي قانون له شتون سره سره د سېکولر ارزښتونو پياوړتيا لپاره بنسټيز کار ونشو.

د هند له خپلواکۍ اخيستو وروسته تر ډېره کانگرس گوند په واک کې و، خو ځېنې کارپوهان په دې باور دي چې آن د دغه گوند مشرانو هم کله کله داسې ويناوې کولې چې موخه يې د توندلارو رضايت ساتل و، دې چارې ټولنه سربداله کړه.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ژورناليست او ليکوال ثناالله يوسفزى وايي دا د يوې ډېرې کوچنۍ ډلې کار دى چې ډېرى هندوان يې مخالف دي.

ثناالله يوسفزى په دې تړاو چې ولې ځينې مهال هند کې هندو توندلاري سر پورته کوي، له خان عبدالغفار خان سره د خپلو خبرو نکل په دې ډول کوي.

" له پاچا خان مې يوه ورځ په دې تړاو وپوښتل. هغه ويل دغسې چې په مسلمانانو کې دغه راز عناصر و، نو په دوى کې هم و، د هغوى (مسلمانانو) غوښتنو ته لار پېدا شوه (اشاره يې د پاکستان جوړېدو ته ده). خو دوى سېکولر نظام غوره کړ او دا نظر غلى کړل شو، چې کله کله اوس سر را پورته کوي."

سره له دې چې په هند کې د نه زغم د پياوړې کېدو په تړاو اندېښنې څرگندېږي، خو دا نظر هم پراخ دى چې دا چاره له هندي ارزښتونو سره په ټکر کې ده او د هندوانو اکثريت يې په خلاف دي او په ټينگه به د خپلو دغو ټولمنلو ارزښتونو دفاع وکړي.

پر بي بي سي پښتو فیسبوک ستاسې نظرونه:

اړونده مطالب

ورته مطالب