''برتانیا کې نوې غلامي تر هغه ډېره ده، چې پخوا يې فکر کېده''

. د انځور حقوق HOME OFFICE
Image caption .

برتانیا کې د جرمونو مخنیوي اداره وايي، دغه هېواد کې د عصري غلامۍ او بشري قاچاق کچه له هغه ډېره ده، چې پخوا یې په اړه فکر کېده. د دغې ادارې ( این سي اي) چارواکي وايي دا وروستیو کې د هېواد بېلو ښارونو او ښارګوټو کې په دې اړه تر ۳۰۰ ډېر ځلې پولیسو عملیات کړي دي.

د این سي اي مسوولینو د اټکل له مخې لسګونه زره کسان له دغه بحرانه اغېزمن دي.

دوی پخوانی اټکل چې ویل کېدل له ۱۰ تر ۱۳ زرو پورې اغېزمن کسان په هېواد کې شته، په اوړو کې د مالګې برابر بولي.

د این سي اي د زیانمنو کسانو څانګې مشر ویل کیر ویلي:

''څومره چې ډېر معلومات کوو، هغومره ډېر اغېزمن کسان مومو. ''

نوموړي ویلي د سږ کال په اوږدو کې د غدیو او مجرمانو د ډلو ماتولو لپاره تر سره شویو پلټنو حیران کړی دی، چې وايي ''هرې پلټنې نورو معلوماتو ته لاره پرانیستې ده. ''

امریکا:د سعودي شهزادۍ خلاف د بشري قاچاق تورونه لغو

د انساني قاچاق کوونکو پر وړاندې د اروپايي ټولنې تازه عملیات

امريکا کې سل تنه ماشومان له بدلمنۍ ژغورل شوي

نوموړي خبرداری ورکړی، چې عصري غلامۍ ته دومره ډېر کسان هره ورځ داخلیږي، چې د ولس هر وګړی ښايي متاثر کړي.

دغه اداره وایي، د مجرمانو نړیوالې ډلې د مخدره توکو پرتله بشري قاچاق کې ډېره ګټه ویني، ځکه یې دغې چارې ته مخه کړي.

دوی وايي د خوړو چمتو کولو، کرنې، کب نیولو او دانیزو چارو کې د عصري غلامۍ له مېتودونو ګټه اخیستل کېږي.

ډېری دغه کسان چې وروسته د عصري غلامۍ په جال کې نښلي، د فقر او جګړو له کبله له خپلو هېوادونو وځي.

د انځور حقوق PA

کارپوهان وايي، برتیانیا کې د دغې ستونزې شتوالي یو لامل دا هم دی، چې په عصري غلامۍ کې ښکېل کسان نه پوهېږي، چې اصلاً یې له خدمتونو ناروا ګټه اخیستل کېږي او له همدې کبله دوی د خلاصون هڅه نه کوي.

له جرمونو سره د مبارزې اداره وايي، تېر کال دغه هېواد کې په عصري غلامۍ کې د ښکېلو کسانو شمېر د اټکل له مخې دوه برابره ډېر شوی دی.

بل لور ته د کورنیو چارو وزارت ویلي دي د عصري غلامۍ مخنیوي او له قربانیانو سره د ملاتړ او پلویتوب لپاره یې په نړیواله کچه اقدامات پیل کړي دي او هیله مند دي، چې دې لړ کې به د ټولې نړۍ د هېوادونو ملاتړ تر لاسه کړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب