د افغانستان لپاره د سناتور مکېن د ستراتیژۍ مهم ټکي

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جان مکېن له خبریالانو سره.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي چې امریکایي سناتور جان مکېن په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه یوه ستراتیژي چمتو کړې او پرون یې خپره کړه.

یو سپیناوی اړین دی چې دا د افغانستان لپاره د امریکایي حکومت یا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ رسمي تګلاره نه ده.

ولسمشر ټرمپ هم تېره شپه خبریالانو ته وویل چې د حکومت ستراتیژي هم د بشپړېدو په حال کې ده.

د سناتور مکېن په ستراتیژۍ کې تر ټولو مهم ټکی دا دی چې په افغانستان کې باید د امریکا د ځمکنيو او هوایي ځواکونو شمېر زیات شي.

ورځپاڼه وایي په دې کار سره به امریکا یو ځل بیا په ټوله مانا او په ټول ځواک سره د افغانستان جګړې ته ور ودانګي.

خو دا هغه څه نه دي چې ولسمشر ټرمپ یې غواړي، ځکه دی په افغانستان کې د یو چټک حل په لټه کې دی.

سناتور مکېن د امریکا په سنا کې د وسله والو ځواکونو یا دفاعي کومیټې مشر دی.

راتلونکې سپتمبر میاشت کې به دا کمیټه د کلنۍ دفاعي بودیجې په اړه غونډه کوي او پر ۷۰۰ ملیارده امریکایي ډالرو به خبرې کېږي.

سناتور مکېن وایي چې په همدې غونډه کې به دی خپله ستراتیژي وړاندې کړي.

دی اوس د سرطان په درملنه اخته دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سناتور مکين افغانستان کي د امریکايي ځواک ډېرېدل غواړي.

ایران ډيلي:

ایران ډيلي ورځپاڼه لیکي چې یو شمېر ایراني، روسي او ترکي شرکتونو پرون په مسکو کې یو قرارداد لاسلیک کړ او د دې قرارداد له مخې به دا شرکتونه په ایران کې د ننه او له ایرانه بهر د تېلو او غازو په استخراج کې پانګونه کوي.

ورځپاڼه لیکي چې پر ایران د نړیوالو اقتصادي بندیزونو تر لرې کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې یو ایرانی شرکت د تېلو او غازو په برخه کې له بهرنیو شرکتونو سره قرارداد لاسلیکوي.

په لومړي سر کې له ترکي او روسي شرکتونو سره د ایراني شرکت دا ډول تړون ښایي یوازې د چانس خبره نه وي، بلکې په سیمه کې روان امنیتي او سیاست وضعیت هم دا درې واړه هېوادونه یو بل ته سره نږدې کړي دي.

هندوستان ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سعودي عربستان پاچا د هند له مرستیال ولسمشر حامد انصاري سره.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې د دې هېواد د ولسمشر د مرستیال حامد انصاري د هغو څرګندونو په اړه لیکنه کړې چې نوموړي په هند کې د مسلمانانو د وضعیت په اړه کړې وې.

ښاغلي انصاري د چارشبنې په ورځ ویلي وو چې په هند کې مسلمانان، چې هلته لږکي دي، د خوندي توب احساس نه کوي.

یاده دې وي چې د ده د کار موده په ختمېدو ده او ډېر ژر به یې وېنکایا نایډو پر ځای د ولسمشر مرستیال شي.

او همدې راتلونکي ځایناستي، یعنی ښاغلي نایډو د حامد انصاري دا څرګندونې رد کړي او دا هر څه یې سیاسي تبلیغات بللي.

ده د انصاري نوم وانه خیست خو ټینګار یې وکړ چې د نورې نړۍ په پرتله په هند کې لږکي ډېر خوندي دي.