د نوازشریف څوکۍ ته یې مېرمنې ځان کاندید کړی

کلثوم نواز شریف د انځور حقوق AFP
Image caption مېرمن نواز لومړی ځل ټاکنو کې برخه کې اخلي

د پاکستان پخواني لومړي وزیر میا محمد نوازشریف مېرمن کلثوم نواز له لاهوره په ضمني ټاکنو کې برخه اخلي. نوموړې د دې ټاکنو لپاره چې د سپتمبر په ۱۷ مه به کېږي د لاهور له این اې ۱۲۰ نه ځان کاندید کړی او خپل اسناد یې چارواکو ته سپارلي دي.

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند له لوري یاسیمن راشد هم له همدغې حوزې د ضمني ټاکنو لپاره ځان کاندید کړی دی. د پاکستان سترې محکمې د تېرې جولای میاشتې پر ۲۸ د پاکستان د هغه مهال لومړی وزیر نوازشریف پاناما په نامه قضیه کې نااهل اعلان کړ او له هغه وروسته د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د لاهور دغه څوکۍ تشه پاتې شوه، چې راتلونکي سپتمبر کې به د ۳۵ کاندیدانو تر منځ پرې سیالي وشي.

د نوازشریف ځای ناستی به څوک وي؟

د محکمې په حکم پسې نواز شریف هم له دندې استعفا وکړه

دا لومړی ځل دی، چې مېرمن نواز په ټاکنو کې کاندیده شوې. له دې مخکې ۱۹۹۹ کال کې چې د هغه وخت پوځي واکمن پروېز مشرف د نوازشریف حکومت نسکور کړ او نوموړی یې ونیو، مېرمن کلثوم نواز د خپل میړه د خوشي کېدو لپاره د خپل ګوند د تحریک مشري کوله.

ویل کېږي نوازشریف غوښتل ورور یې محمد شهباز شریف د دغې څوکۍ لپاره کاندید شي، خو د ګوند د ځینو مشرانو له سلا مشورو وروسته دغه پرېکړه بېرته واخیستل شوه.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې د پاکستان پیپلز ګوند په ګډون د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو کاندیدانو د دغې پارلماني څوکۍ لپاره ځانونه کاندید کړي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب