په موصل کې څه پاتې هم دي؟

د انځور حقوق AFP

له اسلامي دولت ډلې د موصل ژغورنې جګړې د شمالي عراق دغه ښار په کنډواله بدل کړی دی. زرګونه کسان وژل شوي دي او هغه چې ژوندي پاتې دي، لالهاند ګرځي.

د امریکا په مشرۍ د هوايي ځواکونو ایتلاف بمباریو، له سخت دریځو وسله والو سره د عراقي امنیتي ځواکونو جګړې دغه ښار ته څومره زیان اړولی دی او له دې وروسته به څه کېږي؟

له نهو میاشتنیو خونړیو جګړو وروسته اوس دغه جګړه غلې شوې، خو د موصل اوسېدونکي له سخت بشري ناورین سره لاس او ګرېوان دي.

د انځور حقوق AFP

د موصل بېرته نیولو جګړه پروسږ کال اکتوبر کې پیل شوه. په دغه جګړه کې د وژل شویو شمېر کله زرګونه یادېږي او کله هم ویل کېږي چې تر لسګونو زرو پورې کسان له ژونده بې برخې شوي دي. تر یو میلیون پورې کسان له خپلو مېنو تېښتې ته اړ شوي دي. شاوخوا ټوله سیمه کې وراني، ویجاړي لیدله کېږي، مړي د ورانو ودانیو تر خاورو خځلو لاندې دي، د ښار کوڅو کې د بمونو او نا چاودېدلو توکو ټوټې وېړې پرتې دي.

د انځور حقوق Getty Images

د ملګرو ملتونو تازه څېړنه ښيي، چې د موصل ښار هېڅ برخه بشپړه روغه پاتې نه ده، خو د ښار لوېدیځې برخې ته ډېر زیان اوښتی، چې جولای میاشت کې بېرته د حکومتي ځواکونو کنترول ته ورغله. ملګري ملتونه وايي، د موصل له ۴۵ ګڼ مېشتو سیمو د ۱۴ ډېری ودانۍ اوس د اوسېدو نه دي.

ملګري ملتونه دا هم وايي، چې د موصل ۱۰ زره ودانیو ته سخت زیان اوښتی او یا په بشپړه توګه له منځه تللې دي. ویل کېږي اصلاً اوښتی زیان له دې ډېر دی.

د انځور حقوق Getty Images

دغه ښار کې ۱۳۰ کیلومتره سړکونه له منځه تللي دي. د هوايي بریدونو له کبله هغه ټول پلونه وران شوي دي، چې ختیځې او لوېدیځې سیمې یې سره نښلولې.

د دغو بمباریو سبب تر یوې سیمې پورې د سخت دریځو وسله والو محدودل بلل کېدل. د ښار هوايي ډګر، اورګاډي تم ځای او روغتونونه هم د کنډوالو په بڼه پاتې دي. د ودانیو تباهي پر خپل ځای، خو تر ټولو لوی زیان هغه دی چې د دغه ښار اوسېدونکو انسانانو ته اوښتی دی.

له ۴۴۰ زره ډېر کسان په کمپونو کې ژوند کوي. لس کلنه عامره هم په دغو کسانو کې شامله ده. د دوی پر کور د هاوان مرمۍ لګېدلې وه، چې له کبله یې د عامرې پښې ټپې شوې وې او مور یې دغه پېښه کې ژوند بایللی و. هغه وايي:

''پښې مې شلې وې، مور ته مې چیغې وهلې، خو چا مې غږ نه اورېده، مور مې هېڅ ځواب نه راکاوه. درې شپې او ورځې مې وږې، تږې تېرې کړې، نه پوهېدم مور مې مړه ده که ژوندۍ ''

د انځور حقوق Reuters

د موصل کنترول له تر لاسه کولو وروسته اوس حکومتي چارواکو او متحدینو یې ټول پام د بیا رغاونې چارو ته اړولی دی. خو دا اسانه چاره نه معلومېږي او هغه هم په لوېدیځه برخه کې.

بیا رغاونه په ظاهره میلیونونو ډالرو او کلونه وخت ته اړتیا لري، خو دا مهال عراقي چارواکي هڅه کوي، ښار دومره خوندي شي، چې اوسېدونکي یې وکولای شي په ډاډه زړه بېرته ورته ستانه شي او د دې معانا دا ده، چې له ښاره باید د اسلامي دولت ډلې پټ پاتې کسان، د مجرمانو ډلې او خپل سرې ملېشې ختم کړل شي.

ورته مطالب