پاکستان کې سياسي ناڅرگندتيا او د امريکا فشارونه

د پارلمان غړيتوب ته د کلثوم نواز نومانديدو پرېکړې خلک حيران کړل. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پارلمان غړيتوب ته د کلثوم نواز نومانديدو پرېکړې خلک حيران کړل.

پاکستان يو ځل بيا په کور دننه له ناڅرگندو سياسي حالاتو او په بهر کې له سختو فشارونو سره مخ دى.

سترې محکمې لومړى وزير نواز شريف د تېرې جولاى مياشتې پر ٢٨ نېټې نا اهل اعلان کړ او نوموړى هم له خپلې دندې لاس په سر شو.

د مسلم ليک نواز گوند بل غړى خاقان عباسي لومړى وزير وټاکل شو، او ټاکل شوې وه چې د ښاغلي شريف ورور او د پنجاب ايالت اعلى وزير شهباز شريف له ضمني ټاکنو وروسته د خپل ورور پر ځاى پارلمان ته لار ومومي او د مسلم ليگ د گوند د واکمنۍ پېر تر پايه (شاو خوا يوۀ کال) پورې د لومړي وزارت دنده سمبال کړي.

خو اوس پتيېل شوې چې د ښاغلي شريف مېرمن "کلثوم نواز" د نوموړي له ټاکنيزې حوزې ځان پارلمان ته نوماند کړي.

د دغه بدلونونو اغېز لا پر خپل ځاى پاتي و، چې ترهگرۍ سره د مبارزې څرنگوالي له امله د پاکستان پر وړاندې د امريکايي چارواکو څرگندونو هم زور واخيست.

د نوازشریف څوکۍ ته یې مېرمنې ځان کاندید کړی

د محکمې په حکم پسې نواز شریف هم له دندې استعفا وکړه

د پاکستان سترې محکمې پر پرېکړې غبرګونونه

دغه هېواد اوس له دواړو غاړو، يانې کوردننه او بهر له ستونزو سره مخامخ دى.

د پاکستان د چارو څارونکي د لومړي وزير نواز شريف له واکه لرې کېدل په نړېوال ډگر کې د دغه هېواد دريځ ته زيان اړونکي بولي او وايي په کور دننه هم پر ډېموکراتيک يا ولسواکو بهيرونو د خلکو باور کمزورى شوى.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان سترې محکمې د نواز شریف او د هغه د کورنۍ د پاناما لیکس د تورونو د پلټنې په پایله کې نوموړی بې واکه اعلان کړ. د حکومت اپوزیسیون ګوندونو په دې پرېکړه خوښي ښکاره کړې او ان ځینې سیمو کې مټايي وېشل شوي.

د عوامي نیشنل گوند غړى او پخوانى سناتور افراسياب خټک وايي "يو کال وروسته په پاکستان کې بايد ټاکڼې وشي خو آيا ټاکل شوى حکومت به دوام وکړي؟ او که نه؟ دا يوه پوښتنه ده."

ښاغلى خټک په دې باور دى چې روان حالت په پاکستان کې د گډوډۍ او د دولتي ادارو ترمنځ ټکر ته لاره پرانيستى شي.

کلثوم نواز

کلثوم نواز په ١٩٩٩م کال کې هغه مهال د پاکستان په سياسي ډگر کې ډېره راڅرگنده شوه چې د جنرال پرويز مشرف له لوري نواز شريف پر وړاندې له کودتا او د هغه له نيولو وروسته يې د خپل ميړه خلاصون لپاره د يوۀ کمپاين مشري کوله.

خو د پارلمان غړيتوب ته د کلثوم نواز نومانديدو پرېکړې خلک حيران کړل.

افغانستان لپاره د پاکستان پخوانى سفير اياز وزير په دې باور دى چې د نوموړې نوماندېدا پرېکړه له دې امله شوې چې په گوند کې د احتمالي مخالفتونو مخه ډپ شي.

"د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف گوند په دغه ټاکنيزه حوزه کې ډېره پياوړې مېرمن نوماند کړې، نو شونتيا شته چې وې گټې. خو آغلې نواز د خلکو په منځ کې محبوبيت لري د گټلو چانس يې هم ډېر دى. د بل نوماند مخې ته کول کېداى شواى په گوند کې مخالفتونه را وټوکوي. "

ترهگرۍ پر وړاندې د مبارزې څرنگوالى

په پاکستان کې دغه ناڅرګند سیاسي حالت په داسې وخت کې را منځ ته شوی چې د پام وړ يوې مودې راهيسې د ترهگرۍ پر وړاندې د دغه هېواد د مبارزې پر څرنگوالي د امريکا او لوېديځ نيوکې مخ په توندېدو دي.

امريکايي سناتور جان مکين هم د افغانستان په تړاو خپلې خپرې کړې ستراتيژۍ کې پر پاکستان د سختو فشارونو خبره کړې، او ولسمشر ټرمپ هم له رسنيو سره په خپلو وروستيو خبرو کې وويل چې د امريکا نوې افغان تگلاره به نه يواځې پر افغانستان بلکې له پاکستان سره د امريکا پر چلند هم ورټوله وي.

خو لوېديځ کې د افغانستان او پاکستان د چارو يو شمېر کارپوهان په دې باور دي که امريکا پر پاکستان هر راز فشار واچوي په دريځ کې به يې بدلون رانشي.

دوى په دې باور دي چې پاکستان نه غواړي طالبان واک ته ورسېږي، خو موخه يې دا ده چې په حکومت کې ورته ونډه ورکړل شي. ځکه دغه هېواد داسې انگيرې چې د هند له لوري له گواښ سره مخ دى او که افغانستان هم پياوړى شي او له هند سره ډېر نژدي وي نو د دغه هېواد شتون به له خطر سره مخ شي.

د چارو څارونکو په اند که د پاکستان دا انگېرنه سمه ده او که ناسمه، خو تر هغه چې دغه شکونه يې نه وي لرې شوي، په خپلو تگلارو کې به بدلون را نه وړي.

پخوانى سناتور افراسياب خټک هم وايي "اوسمهال د پاکستان په سياستونو کې د بدلانه نښې نه ليدل کېږي."