جرمنۍ ډاکټرې، پاکستانیانو ته څه وکړل؟

.
Image caption رُوت فاو - د جذام ناروغۍ د ورک کولو هڅه د یوه پښتون زلموټي ناروغ له لیدو وروسته پیل کړه.

هغه جرمنۍ ډاکټره چې ژوند یې په پاکستان کې د جذام ناروغۍ پر له منځه وړلو تېر کړی، د کراچۍ په یوه روغتون کې د اته اویا کلو په منګ ومړه.

بي‌بي‌سي ابراهیم امیري وايي، رُوت فاو - د جذام ناروغۍ د ورک کولو هڅه د یوه زلموټي ناروغ له لیدو وروسته پیل کړه.

ډاکټر روډ فاو په لومړي ځل په ۱۹۶۰ کال کې پاکستان کې د جزام ناروغي لیدلې وه، له هغه وروسته نوموړې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره کلینیکونه جوړ کړل.

په ۱۹۹۶ کال کې د دې هڅو په پایله کې پاکستان کې د جزام ناروغي کنټرول لاندې اعلان شوه.

د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د ډاکټر روډ د خدمتونو ستاینه کړې ده.

ډاکټره روډ فاو په ۱۹۲۹ کال کې جرمني کې زېږدلې وه. ډاکټر روډ فاو په ۲۰۱۰ کال کې له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي و، په حقیقت کې په پاکستان کې د پاتې کېدو پرېکړه مې هغه مهال وکړه چې یو پښتون تنکی ځوان په لاسونو او پښو کلینک ته راغی، داسې لکه چې خاپوړې کوي، هغه داسې ښکاریده چې ګواکې د جذام ناروغي یو عادي خبره وي.

Image caption ډاکټرې روډ پاکستاني ډاکټران وروزل پاکستان کې یې د جذام د مخنیوي پروګرام پیل او ورته یې بهرنۍ مرستې ترلاسه کړې.

نوموړې په پاکستان کې ګڼ شمېر هغه ماشومان وژغورل چې د جزام ناروغۍ له امله یې د بدن غړي ضایع او تر کلونو کلونو په غارونو او د څارویو په ځایونو کې ساتل شوي وو.

ډاکټرې روډ پاکستاني ډاکټران وروزل پاکستان کې یې د جذام د مخنیوي پروګرام پیل او ورته یې بهرنۍ مرستې ترلاسه کړې.

هغې د خپل کار له امله په پاکستان کې دننه او بهر ګڼ مډالونه ګټلي دي او دخپل کار په هکله یې څلور کتابونه په المانۍ ژبه لیکلي دي.

د ډاکټرې روډ فاو جسد به د روانې اګست میاشتې په ۱۹ نیټه په کراچۍ کې د مسیحانو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

جذام د انساني کهول لرغونې ناروغي ده چې لومړنۍ بېلګې یې په مصر او هند کې لیدل شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تر مودو د جذام ناروغي د خدای عذب ګڼل کېده.

تر مودود ګومان دا و چې جذام ارثي ناروغي او د خدای له اړخه عذاب دی، خو په ۱۸۷۳ کال د ناروې یوه ډاکټر وموندله چې دا ناروغي د (میکو باکټریوم لپرا) وایروس له امله را منځته کېږي.

جذام ناروغي لا هم د بشر د سلامت پر وړاندې ننګونه ګڼل کېږي.

په ۱۹۹۸ کال کې په ټوله نړۍ کې تر ۸۰۰زره ډېر کسان پې اخته و.

اټکل چې دمګړۍ له یو میلیون ډېر وګړي په جذام ناروغۍ اخته وي چې ډېرې بېلګې یې په ختیځه اسیا، افریقا او جنوبي امریکا کې ثبت شوي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب