"له شمالي کوریا سره اتومي جګړه ژر پېښېدونکې نه ده"

د انځور حقوق KCNA/AFP
Image caption د شمالِ کوریا مشر کیم جون اون

د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ له زیاتېدونکي تاوتریخوالي سره سره د دغه هېواد د څارګرې ادارې سي ای اې مشر وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اتومي جګړې ژر پېښېدل ناشوني دي.

مایک پمپیو وویل، د پیونګ یانګ د وسلو پروګرام په ډېره "اندېښمنوونکې چټکتیا" پرمخ ځي او د دغه هېواد یوه نوې توغندیزه ازموینه به حیرانوونکې نه وي.

* د شمالي کوریا مشر ته له ایرانه ډالۍ!

* شمالي کوریا له 'ټرمپ سره خبرو ته چمتو ده'

هغه دا خبرداری هم ور کړ چې "د امریکا ستراتیژیک" صبر کاسه په څڅېدو ده.

دواړه هېوادونه په دې وروستیو کې د یو بل پرضد له دوښمنۍ ډکې څرګندونې کوي او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ شمالي کوریا "په اور اوغوسه" وګواښله.

ښاغلی پمپیو وايي "پوره باوري" دی چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د خپل اټومي پروګرام لمن نه پرېږدي.

چټک پرمختګ

ر د انځور حقوق AFP
Image caption مایک پمپیو.

هغه د دې پوښتې په ځواب کې چې شمالي کوریا له داسې اتومي وړتیا څومره لرې ده چې پر مټ یې امریکا په نښه کړي - وویل "ډېره نږدې" ده.

نوموړي له فاکس نیوز تلوېزون سره د یکشنبې په ورځ په مرکه کې وویل "هغوی په دې برخه کې په ډېره اندېښمنوونکې چټکتیا پر مخ ځي".

د شمالي کوریا د اتومي پروګرام په هکله پخوانی تاوتریخوالی په داسې مهال زیات شوی چې دغه هېواد په جولای میاشت کې د لویو وچو بالستي توغندی وازمویه.

* ټرمپ: شمالي کوریا ته مو د صبر کاسه ډکه ده

*د امریکا جنګي بېړۍ د کوریا ټاپو وزمې پر لور خوځېدلې

د دغې ازموینې له امله د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر پیونګ یانګ نور بندیزونه ولګول چې ښاغلی کېم یې نور هم غوسه کړ.

ښاغلي ټرمپ د تېرې اونۍ په اوږدو کې څو ځلې پر شمالي کوریا لفظي برید وکړ او ویې ویل چې د امریکا پوځ "ډزو ته چمتو" دی.

په مقابل کې شمالي کوریا پر نوموړي تور ولګاوه چې کوریا ټاپووزمه کې اتومي جګړې ته لمن وهي.

د ښاغلي ټرمپ څرګندونې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د شمالِ کوریا وروستیو ازموینو د امریکا غوسه نوره هم زیاته کړه او د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره مخ شوه.

سې شنبه: "ښه ده شمالي کوریا نور امریکا ونه ګواښي. ځکه له داسې اور او غوسې سره به مخ شي چې نړۍ هیڅ وخت لیدلی نه دی".

چهارشنبه: "د امریکا اتومي وسلې د اوس په څېر ځواکمنې نه وې".

پنجشنبه: "ښايي د اور او غوسې ګواښ ډېر سخت نه و، له هغه به ډېر څه سخت ولیدل شي".

* خطرناک او زیاتېدونکی ګواښ

* شمالي کوریا وايي توغندیزې ازموینې ډېروي

جمعه: "د امریکا پوځ ډزو ته چمتو دی او شمالي کوریا باید له هوښیارتیا کار واخلي".

خو ښاغلي پمپیو دا ونه منله چې د اتومي جګړې خطر نږدې دی او زیاته یې کړه:

"اورېدلي مې دي چې خلک د اتومي جګړې په هکله خبرې کوي، ما داسې هیڅ اطلاعات لیدلي نه دي چې وښيي په دغسې حالت کې یو".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا ولسمشر تيره اونۍ نږدې هره ورځ د شمالي کوریا په هکله یو څه وویل.

دا په داسې مهال ده چې څو هېوادونو اندېښنه ښودلې چې دا کړکېچ زیاتېږي، خو د شمالي کوریا یوازیني ملګري چین له دواړو لورو د زغم غوښتنه کړې ده.

شمالي کوریا د پنجشنبې په ورځ وویل، چې په ارام سمندر کې د ګوام ټاپو نږدې اوبو ته د توغندي توغولو نیت لري.

ګوام کې د امریکايي بم غورځوونکو لویه اډه ده.

ښاغلي ټرمپ په ځواب کې وویل، که شمالي کوریا ګوام ته تاوان ورسوي باید "لویو ستونزو" پېښېدلو ته په تمه شي.

ورته مطالب