ایران کې د بي بي سي کارکونکو شتمني کنګل شوې

د انځور حقوق BBC PERSIAN
Image caption بي بي سي فارسي برخې د ایرانۍ محکمې یو لیک تر لاسه کړی دی، چې ښيي د ۱۵۲ اوسنیو او پخوانیو کارکونکو او له دوی سره د همکاري کونکو غیر مایع شتمنۍ د ایران عدلیې لخوا کنګل شوې دي

بي بي سي له ایراني چارواکو غوښتي هغه نوی امر بېرته واخلي، چې دغه هېواد کې د بي بي سي کارکوونکو شتمنۍ کنګلوي.

د بي بي سي نړیوالې برخې مشرې فرانسیسکا اوونسورت ویلي، په ظاهره د دغه امر له مخې د بي بي سي فارسي څانګي پر اوسنیو، پخوانیو کارکونکو او ورسره همکاري کوونکو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې جایداد، ګاډي یا نور څه وپلوري او یا یې وپېري. نوموړې ویلي:

''موږ د هغه په اړه خواشیني یو، چې په ظاهره د بي بي سي پر اوسنیو، پخوانیو کارکونکو او له دوی سره پر ځینو همکاري کونکو برید معلومېږي. دا هېښوونکې ده، موږ له ایراني چارواکو غواړو، سملاسي دغه امر بېرته واخلي او د بي بي سي ټولو اوسنیو او پخوانیو کارکونکو ته د نورو ایرانیانو په څېر بشپړ اقتصادي حقونه ورکړل شي. ''

'' د بي بي سي همکارانو یوه خندانه څیره یې ووژله''

د بي بي سي د فقید خبریال عبدالصمد روحاني په نوم جایزه

د بي بي سي پر فارسي څانګه، چې ټلویزیوني، انلاین او راډیويي خپرونې لري، ایران کې بندیز لګېدلی دی. دا وروستیو کلونو کې ایران کې د بي بي سي کارکونکي او د دوی کورنیو غړي پرلپسي ګواښل کېږي او ډارول کېږي.

بي بي سي فارسي برخې د ایرانۍ محکمې یو لیک تر لاسه کړی دی، چې ښيي د ۱۵۲ اوسنیو او پخوانیو کارکونکو او له دوی سره د همکاري کونکو غیر مایع شتمنۍ د ایران عدلیې لخوا کنګل شوې دي.

بي بي سي ته په دې اړه څه نه دي ویل شوي او یوازې هغه مهال دغه موضوع څرګنده شوه، چې د بي بي سي د یوه کارکونکي خپلوانو غوښتل د هغه په استازیتوب یې جایداد وپلوري. ایرانۍ عدلیې د محکمې دغې پرېکړې په باب هېڅ وضاحت نه دی کړی.

د بي بي سي فارسي څانګې کارکونکو دغه چاره د ایراني چارواکو له لوري د بې پرې خبریالانو د غږ غلي کولو یوه بله هڅه بللې.

د بي بي سي فارسي څانګې چارسمبالی مشر امیر عظیمي ویلي، د فارسي څانګي لپاره کارکونکي خبریالان به د نړۍ لر او بر کې د فارسي ژبې ویونکو لپاره د بې پرې، ازادو او باوري خبرونو وړاندې کولو ته دوام ورکړي.

له بندیزونو سره هم تازه شمېرې ښيي، چې ایران کې ۱۳ میلیونو پورې مخاطبين لري، چې د ډېرو مخاطبینو د شمېر له کبله د بي بي سي لپاره په نړۍ کې اووم ځای لري.

اړونده مطالب