ټرمپ: د ویرجینیا تاوتریخوالي دواړه لوري ملامت دي

د انځور حقوق Getty Images

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ویرجینیا په شارلټس ویل کې د مظاهرو دواړه لوري ګرم وبلل چې له امله یې له سختو نیوکو سره مخ دی.

شارلټس ویل ښار کې د شنبې ورځې د مظاهرو له امله یوه ښځه ووژل شوه او څو کسان ټپي شول.

د دوشنبې په ورځ هغه په یوه بیان کې سپین توکمي( هغه کسان چې د سپین پوستو بروالی غوړي) وغندل، خو سې شنبه یې په نیویارک کې ښي لاسي هم په دې ملامت وبلل، چې د سپین توکمو پر ملاتړو یې برید کړی دی.

د ولسمشر ټرمپ دغه څرګندونې له سخت غبرګون سره مخ شوې او ان د ډیموکراټ ګوند مشرانو هم غندلې دي.

د امریکا د مشرانو جرګې ډیموکراټ ګوند مشر چیک شومر ټوېټ کړې:

"لوی او ښه امریکايي ولسمشر خلک یو موټی کوي، وېشي یې نه، د ډونلډ ټرمپ له تبصرې ښکاري چې داسې نه دی".

ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، "داسې څه پېښ شول، چې خلک پر نه پوهېږي".

د انځور حقوق Getty Images

شارلټس ویل ښار کې نارامي هغه مهال خورا زیاته شوه چې سلګونو سپین پوستو ملتپالو دغه ښار ته په تللو سره د ښي یووالي لاریون کې ګډون وکړ.

دوی د امریکا کورنۍ جګړه کې د کنفدراسیون د جنرال رابرټ لي د مجسمې پر لرې کولو اعتراض وکړ.

جنرال لي په هغه جګړه کې د سوېل لپاره جنګېده او د غلامۍ نظام د ساتلو پلوی و.

په وروستیو کې له عمومي ځایونو د نوموړي د مجسمو د لرې کولو غوښتې زیاتې شوې، خو د "کنفدراسیون میراث" پلویان یې غوسه کړي دي.

د شنبې په ورځ یو موټر پر هغو معترضانو وخېږول شو چې د ښي لاسو پرضد یې مظاهره کړې وه او یوه ۳۲ کلنه ښځه یې ووژله او ۱۹ کسان یې ټپي کړل.

ښاغلي ټرمپ په خبري غونډه کې چې کله یې د ناندریو بڼه درلوده وویل، مظاهره چیان چې د سپین پوستو د برترۍ د پلویانو پرضد په شارلټس ویل کې را ټول شوي و، تاوتریخجن چلند یې درلود، ځکه د تاوتریخوالي یوه برخه مسوولیت د دوی پر غاړه دی.

د ښاغلي ټرمپ په خبره، په هغو کسانو کې چې د لي مجسمې په ملاتړ ټول شوي وي، د مقابل لوري په څېر پکې "ښه خلک وو".

ورته مطالب