"د جان مکېن افغان ستراتیژي پاکستان ته په سخته بیه تمامېږي"

ایکسپرېس ټریبیون:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جان مکېن افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره.

پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپرېس ټریبیون خپله سرمقاله د امریکا راتلونکې افغان ستراتیژۍ ته ځانګړې کړې ده.

دغه ورځپاڼه په دې نظر ده چې د جمهوریت پال ګوند د سناتور جان مکېن له خوا د افغان جګړې لپاره اعلان شوې ستراتیژي د پاکستان لپاره یو خبر داری دی.

ورځپاڼه لیکي، د نوموړي ستراتیژي به د ده په وینا پاکستان ته د طالبانو او حقاني ډلې د ملاتړ له امله د ډيپلوماټیک، پوځي او اقتصادي اغیز له امله په سخته بیه تمامه شي.

ایکسپرېس ټریبیون لیکي، مکېن د ښاغلي ټرمپ د سلاکارانو پرتله د سویلي اسیا پر وضعیت ښه خبر دی او د ده له نظره پر پاکستان د بندیزونو لګول له امکانه لرې نه دي نو دا خبره به ستونزمنه وي چې وویل شي د امریکا حکومت دې د هغه د دریځ په وړاندې استدلال وکړی شي.

ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې پای ته رسولې چې د باور رامنځته کولو لپاره ډیر څه ته اړتیا ده خو تراوسه د باور فضا رامنځته کولو لپاره شوې هڅې بې پایلې دي.

واشنګټن ټایمز:

v د انځور حقوق Getty Images

امریکايۍ ورځپاڼې واشنګټن ټایمز د امریکا ولسمشر ته د وسله والو طالبانو د ډلې د هغه پرانستي لیک په اړه چې پرون یې خپور کړ یو مطلب خپور کړی.

دا ورځپاڼه لیکي، جمهوریت پال سناتور جان مکین، بلک واټر کمپنۍ او طالبان د افغانستان د جګړې لپاره خپل پلانونه لري خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تراوسه په دې اړه کومه ستراتیژي نه ده په ډاګه کړې.

ورځپاڼه د طالبانو هغې غوښتنې ته چې وايي امریکا دې له افغانستان خپل ټول ځواکونه وباسي اشاره کوي او زیاتوي چې سپینه ماڼۍ د ټولو ځواکونو د ویستلو پلان نه لري، او هغه پلان چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما په وخت کې جوړ شوی و او د صفر انتخاب په نوم یادیده نور له پامه غورځول شوی.

ورځپاڼه زیاتوي د پنټګان چارواکي وايي دغه نظر بیخي له منځه تللی.

نیوز ویک:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چنرال نیکولسن افغانستان ته څو زره نور سرتېري غواړي.

امریکايي مجلې نیوز ویک هم د امریکا ولسمشر ته د طالبانو د پرانستي لیک په اړه یو مطلب خپور کړی او زیاتوي چې طالبان اکثرا ځان یوه قومي ډله بولي خو د القاعده مهمه ملګرې ډله هم ده او ډیر وخت یې جنګیالي له اسلامي دولت نومې ډلې سره په نښتو کې ښکیل شوي دي.

ګارډین:

ګارډین برتانوۍ ورځپاڼه لیکي چې د دغه هېواد د ریل ګاډو شبکې ته د القاعده ډلې له خوا خطر متوجه دی.

ورځپاڼه لیکي، دغې ډلې خپلو پلویانو ته ویلي چې د بریتانیا د ریل ګاډو د شبکې تګ راتګ ګډ وډ کړي.

ګارډین زیاتوي،د دغې ډلې په اړوند مجله کې د القاعده پلویان هڅول شوي چې په برتانیا کې د ریل ګاډو شبکه په نښه کړي، ځکه د دوی په وینا دغه شبکې چې یوه ډیره پراخه او بنسټیزه شبکه ده په نښه کول به یې برتانیا ته پراخ مالي زیانونه واړوي، ځکه په دې سره به برتانوی حکومت اړ شي چې د هوايي ډګرونو په څیر امنیتي تدابیر د ریل شبکې لپاره هم په پام کې ونیسي.