تونس کې د میراث برابرښت او له نامسلمانو سره د واده لانجه

ښځه

د تونس فتوا صادروونکي بنسټ د ولسمشر الباجي قاید السبسي هغه وړاندیز تایید کړی، چې د میراث په ګډون ټولو برخو کې باید د سړو او ښځو ترمنځ برابرښت (مساوات) راشي.

السبسي د ښځې د ملي ورځې لمانځلو پرمهال وینا کې په میراث کې د ښځې او سړي د برابرښت پر قانوني اجراتو ټینګار کړی او دا چې له نا مسلمانو سره ښځو ته د واده کولو اجازه هم ورکوي.

دی وايي، په میراث کې د ښځې او نر ترمنځ مساوات له دین او اساسي قانون سره ټکر نه لري:

"د میراث مسله هغه موضوع ده چې الله تعالی او رسول یې د بندګانو اجتهاد ته پرېښې، موږ اجتهاد وکړ. نو د ښځې او نر ترمنځ په برابرښت کې خبرې ضروري دي. د دین او اساسي قانون له مخې مساوات ثابت شوي دي."

د السبسي دې وړاندیز په عربي نړۍ کې د دیني بنسټونو او مذهبي سټو غوسه پارولې ده. د ازهر مرستیال مشر عباس شومان د تونسي ولسمشر دا غوښتنه "د اسلامي شریعت له احکامو سره ټکر" بللی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption السبسي وايي، په میراث کې د ښځې او نر ترمنځ مساوات له دین او اساسي قانون سره ټکر نه لري:
Image caption عربي نړۍ کې ښځینه فعالانو د السبسي دا وړاندیز انقلابي کړنه بللې

شومان وايي: "میراث په قطعي دلایلو وېشل شوی، چې اجتهاد نه مني او نه هم د وخت او ځای په بدلېدو بدلېدای شي."

عربي چاپي او انټرنېټي ورځپانو هم دا موضوع د خپلو سرلیکونو سر کې راخیستې ده.

د اماراتۍ "ارم نیوز" خبري ګورتپاڼه (وېبپاڼې) محمد رجب لیکي، د تونس ولسمشر قاید السبسي "د ښځې او سړي ترمنځ د میراث په وېش کې د برابرښت د قانون د فتنې له ګواښونو سره" مخامخ دی.

خو د سعودي "تواصل" وېبپاڼې بیا د السبسي څرګندونې او وړاندیز "بوږنوونکی" بللی.

"السفیر التونسي" وېبپاڼې ویلي، "د ښځې اختر کې ولسمشر په ښکاره له اسلامي احکامو سره مخالفت کړی او د لادیني سخت دریځو افکارو پلوي یې کړې."

د تونس "الصباح" ورځپاڼه کې لیکواله منی الیحیاوي خبرداری ورکړی چې د "ښځې بریا یوازې ټاکنیز کمپیان ونه ګرځي."

په همدې تونسۍ ورځپاڼه کې روضة القرافي بیا تونسۍ مېرمنو ته د دې بریا او لاسته راوړنې مبارکي وايي.

د تونس "الصدی" ورځپاڼه کې جیهان غدیرة وايي "واکمن عقل د ستونزې جوهر دی."

Image caption د السبسي دې وړاندیز په عربي نړۍ کې د دیني بنسټونو او مذهبي سټو غوسه پارولې ده
Image caption د تونس دارالافتاء د السبسي دا وړاندیز تایید کړی

اړونده مطالب