بېل ګېټس څلور میلیارد ډالر خیریه کارونو ته ورکوي

بېل ګېټس د انځور حقوق Getty Images
Image caption بېل ګېټس او د هغه مېرمن او مایکروسافټ کې بله ونډه واله وارن بافیټ په ۲۰۱۰ او د سږ کال په مې میاشت کې د خیرات یو کمپاین پیل کړ، چې ۱۵۸ کسانو د خپلو خیریه چارو لږترلږه نیمايي شتمنۍ خیرات ورکولو ته ومنلې.

د مایکروسافټ شرکت مشر بېل ګېټس له ۲۰۰۰ کال راپدېخوا خیریه ټولنو ته تر ټولو ډېرې پیسې (څلور میلیارد او شپږه سوه میلیون) ډالر ورکوي.

بېل ګېټۍ په نړۍ کې له ډېرو شمتنو کسانو ګڼل کېږي، چې نوموړي وړاندې هم د مایکروسافټ شرکت کابو ۶۴ میلیون ډالر برخه خیریه چارو ته ځانګړې کړې وه.

دا د بېل ګېټس د ټولنې شمتنۍ یوازې پنځه سلنه برخه جوړوي. اوسمهال د هغه ټوله شتمني نهه اتیا میلیارد او نهه سوه میلیون امریکايي ډالر اټکل شوې.

له ۱۹۹۴ کال راهیسې یو شپیته کلن ګېټس او د هغه مېرمنې میلینډا کابو پنځه دېرش میلیارده ډالر خیرات کړي، چې نغدي خیرات او یا له خیریه ټولنو سره مرسته هم پکې شامله ده.

سعودي میلیاردر افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا لري

ګارډین: اته شتمن میلیاردران د نړۍ د نیمایي بې وزله وګړو د پانګې په کچه شتمني لري

مصری میلیاردر: غواړم کډوالو ته نوی هېواد جوړ کړم

ګېټس دا مهال د خپل مایکروسافټ شرکت له لسو برخو یوازې یو اعشاریه درې برخې ونډه لري، هغه په ۱۹۹۹ کال د ۱۶ میلیارد ډالرو په ارزښت خپله ونډه خیرات کړې وه.

نورې پیسې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption بېل ګېټس او د هغه مېرمن او مایکروسافټ کې بله ونډه واله وارن بافیټ په ۲۰۱۰ او د سږ کال په مې میاشت کې د خیرات یو کمپاین پیل کړ، چې ۱۵۸ کسانو د خپلو خیریه چارو لږترلږه نیمايي شتمنۍ خیرات ورکولو ته ومنلې.

د ګېټس ډېری پخوانۍ خیراتي پیسې د ده او د هغه د مېرمنې میلینډا ګېټس خیریه مؤسسو ته ورکړل شوې چې د بې وزلۍ، ساري ناروغیو د مخنیوي او د نړۍ ګوټ ګوټ ته د کمپیوټري توکو د رسولو چارو کې لګول کېږي.

بېل ګېټس او د هغه مېرمن او مایکروسافټ کې بله ونډه واله وارن بافیټ په ۲۰۱۰ او د سږ کال په مې میاشت کې د خیرات یو کمپاین پیل کړ، چې ۱۵۸ کسانو د خپلو خیریه چارو لږترلږه نیمايي شتمنۍ خیرات ورکولو ته ومنلې.

د ډېل کمپیوټري شرکت بنسټګر میشیل دیل او د هغه مېرمن سوزان خیریه چارو کې د مرستې له اړخه په نړۍ کې درېیم ځای لري، دواړو د ماشومانو د پالنې او ټولنیزو خدمتونو چارو اړوندو مؤسسو ته مییاردونه ډالر خیرات ورکړی.

ورته مطالب